مارچ 5, 2021

د انګلیسي ژبې زده کولو لپاره ۱۰ مهم ټکي

ژباړه: واحد امیري
د انګلیسي ژبې زده کول په ټوله نړۍ کې مهمه مسئله ده او وي به.  په اوس وخت کې د نړۍ اصلي ژبه انګلیسي ده او په نړۍ کې راکړه ورکړه په دغې ژبه کیږي.
څومره ښه ده چې په دغې نړیواله ژبه وپوهېږو او ددغې ژبې په وسیله د ژوند مهارتونه زده کړو. موږ په دغه مطلب کې هغه ۱۰ مهم ټکي تاسو ښایو، چې له تاسو سره د انګلیسي ژبې په ژر زده کولو کې مرسته کوي.
۱- د ویلو یا زده کولو په وخت کې، له تېروتنو څخه مه ویریږئ؛ ځکه د ژبې زده کولو کې پرمختګ، په نفس باور، ډېر تمرین او مثبتې انرژۍ ته اړتیا ده.
۲- د انګلیسي ژبې زده کولو کې ډوب شئ؛ په هر ځای کې، هر ډول حالاتو کې له خپل ځان سره په انګلیسي خبرې وکړئ.
۳- هره ورځ د زده کولو لپاره وخت وټاکئ. وخت لپاره مهالوېش جوړ کړئ ( په ځانګړې توګه کله چې ټولګي ته د درس لپاره ورځئ) په هره اونۍ کې د زده کولو لپاره ځانګړی وخت وټاکئ.
۴- خپل ملګري مو خبر کړئ چې د انګلیسي ژبې زده کولو هوډ مو کړی؛ که امکان ولري له هغوی سره په انګلیسي خبرې وکړئ. ورځني ژوند کې په انګلیسي خبرې اترې کول مو انګلیسي قوي کوي.
۵- د انګلیسي زده کولو څلور واړه برخې (Reading, Speaking, Listening, Writing) یو وخت او له یو بل سره یو ځای زده کړئ.
۶- د نوو لغاتونو زده کولو یو یادښت جوړ کړئ او هڅه وکړئ، نوي لغاتونه په جملو کې وکاروئ، ځکه دغه کار له تاسو سره په انګلیسي زده کولو کې مرسته کوي.
۷- هر نوی لغات یا جمله څو ځله له خپل ځان سره تکرار کړئ، دا ددې سبب کیږي چې لغاتونه او جملې مو تر ډېر وخته په ذهن کې پاتې شي.
۸- راخستي مطالب یا درس په همغې ټاکلې ورځ یو ځل ولولئ.
۹- لومړیو کې د لغاتونو او ګرامر زده کول اړین نه دي، ښه دا ده چې لومړیو کې لږ لږ په انګلیسي خبرې وکړئ وروسته ورسره اشنایي پیدا کوئ او بیا یې زده کول درته اسان وي.
۱۰- د خوښې وړ ارزښتناکه منځپانګه د ژبې په زده کولو کې ډېره مرسته کوي.