بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

له دېرش کلنۍ وړاندې؛ دغو ۳۰ ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه: نسیمه محمدي

موږ تر ډېره پر هغو چارو فکر کوو، چې که له مرګه مخکې یې ترسره نه کړو، پښېمانه به یو. ډېر دا ډول کارونه د افرادو ترمنځ مشترک دي. د ژوند پروګرام مو داسې جوړ کړئ چې دغو دېرشو ټکو ته – چې باید له دېرش کلنۍ وړاندې ترسره شي – پام وکړئ.

download.jpg

۱: په پوهنتون کې زدهکړو ته دوام ورکړئ؛

پوهنتون ته تلل لګښت غواړي، خو دا لګښت وروسته په هغه ګټه ارزي چې تر لاسه کوئ یې. په پوهنتون کې له نویو خلکو سره وینئ، هغه خلک چې علمي سطحه یې په ګانده کې ستاسې په دنده اغېز لري، نو غوره ده چې د ځوانۍ پر وخت مو ژوند ته راشي. البته باید ووایو که له دېرش کلنۍ تېر شوي یاست او د زدهکړو لېوالتیا لرئ، ډېره ښه ده، خو موږ دلته د هغوی په اړه، چې لا دېرش کلن نه دي، غږېږو، ځکه ځوانان د پوهنتون د دوران لوړو او ژور ته له ډېرې انرژۍ او انګېزې برخمن دي.

download (1).jpg

۲: (ډاکټر هو) سریال وګورئ؛

ډاکټر هو سریال د نړۍ یو له تخیلي او علمي سریالونو څخه دی چې ۲۶ کاله له بي بي سي څخه خپور شو (۱۹۶۳- ۱۹۸۹). دا سریال د ژوند په مثبت اړخ کې ستاسې لیدلوري ته بدلون ورکوي. ډاکټر هو د هغوی لپاره چې د ځوانۍ په پړاو کې دي، سپارښتنه کوي، ځکه ځوانان په دې پړاو کې اغېز منونکي وي. څرنګه چې دا سریال ډېر اوږد دی که له ځوانۍ څخه یې لیدل پيل کړئ، تر منځني عمره به ستاسې سره وي. نو وړاندې له دې چې ناوخته شي، پیل یې کړئ.

download (3).jpg

۳: ورزش وکړئ؛

هغوی چې په منځني عمر کې ښکلی اندام لري، له ځوانۍ څخه يې په خپل هېکل کار کړی. نو د ۲۰ تر ۳۰ کلنۍ ترمنځ لاس په کار شئ. روزانه ۴۵ دقیقې ورزش وکړئ. دا کوم سخت کار نه دی تر بلدېدو وروسته که یوه ورځ ورزش پرېږدئ خپل مړاويتوب به درته څرګند شي. په ګټو یې تاسې هم ښه پوهېږئ.

download (7).jpg

۴: له کمپیوټري لوبو (ګېمونو) خوند واخلئ؛

که د اوس وخت ځوانان یئ، له شک پرته د کمپیوټري لوبو مزه مو څکلې. څومره به ښه وي چې خلک د کمپیوټري لوبو لپاره یو څه وخت ځانګړی کړي. دا لوبې تاسې له نوې تکنالوژۍ سره آشنا کوي. همدارنګه مرسته کوي چې د څه وخت لپاره د تخیلي کیسو په نړۍ کې د ذهني کشمکش لرې تېر کړئ. نو د دې پېر په زړهپورې اختراګانې له پامه مه غورځوئ. له دغو ټولو سره سره باید پوه شئ، چې اعتدال باید مراعات کړئ.

download (6).jpg

۵: تاریخ ولولئ؛

دا به ډېر د شرم وړ وي چې په ډېرو برخو کې چا زدهکړې کړې وي، خو له تاریخه ناخبره وي. کله چې په یوه مجلس کې د تاریخي پېښو خبره کېږي، زیاتره حوالې ناسمې او نامستندې وي. تاسې ته لارښوونه کوو چې له ځوانۍ ځان د تاریخي کتابونو له مطالعې سره عادت کړئ چې کله چې مو عمر ډېر شي، نو دقیق او سم معلومات به په دې برخه کې ولرئ. د خپل او نورو هېوادونو پر تاریخ تر پوهېدو وروسته د هغوی لاس نیوی وکړئ چې بېځایه د پوهېدو اظهار کوي.

download (4).jpg

۶: ځيرک موبایل وپېرئ؛

که غواړئ د نړۍ له هر څه باخبره اوسئ، نو ځیرک موبایل وپېرئ. د دې په وسیله کولای شئ د بېلابېلو ټولنیزو شبکو غړي شئ او له هغوی سره چې ترې لرې یاست، اړیکه ونیسئ. سر بېره پردې له ځیرک موبایل څخه پر سالمې ګټې اخېستنې ټینګار کوو. خلاقیت مو لوړېږي. نو که تر اوسه پخواني ټېلېفون کاروئ، نو ژر تر ژره له دېرش کلنۍ وړاندې د هر مُډل او هرې بیې ځیرک موبایل وپېرئ.

download (2).jpg

۷: خپل شخصي کمپیوټر په خپله جوړ کړای شئ؛

باید پوه شو چې کمپیوټر له کومو ټوټو جوړ او څنګه کار کوي. اړتیا نشته چې د یو کارپوه یا لیکوال په اندازه معلومات ولرئ. همدومره چې پوه شئ د بېلابېلو برخو جوړوالی وڅېړئ. یعنې د یوې کوچنۍ ستونزې لپاره اړ نه اوسئ مستري ته لاړ شئ او څومره ښه ده چې له دېرش کلنۍ وړاندې دا مهارت زده کړئ. موږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو، چې د همدې کوچنیو څیزونو پوهېدل کولای شي له بېځایه لګښتونو څخه مخنیوی وکړي.

download (5).jpg

۸: نښه ویشتل زده کړئ؛

وسله په لاس کې اخېستل ټوکې نه دي او زموږ هدف هم دا نه دی چې وسله واخلئ او خلک ووژنئ، بلکې دا وایو چې د نښې ويشتلو په یوه ورزشي کلب کې نوملیکنه وکړئ چې له دې ورزشي رشتې څخه زده کړئ، چې وسله یوه پیاوړې دفاعي وسیله ده او که ناخبره او د جرم ترسره کولو لپاره وکارول شي، نه جبرانېدونکي زیانونه به ولري.

images.jpg

۹: نېژدې او خواږه ملګري ومومئ؛

په ژوند کې لږ تر لږه دوو دریو ملګرو ته اړتیا لرو. څه ښه ده چې ډېر ملګري ولرو، خو کېدای شي د یوه ښه ملګري لرل هم زموږ نړۍ ته داسې بدلون ورکړي چې د ډېرو ملګرو له لرلو بې نیازه شو. دا ډول ملګري زیاتره د ځوانۍ په دوره کې موندل کېږي او د عمر تر پایه دوام کوي.

download (8).jpg

۱۰: کیسه ولیکئ؛

زیاتره خلک له لیکلو کرکه لري، خو غوره ده، څو چې ځوان یاست او نوښتګر ذهن لرئ، حد اقل یو ځل لیکوالي تجربه کړئ. کیسه لیکل نه یوازې یوه بوختیا ده، بلکې د لیکوالۍ مهارتونو ته مو وده ورکوي، هغه مهارتونه چې دا وخت له پامه غورځول کېږي. یو ځل قلم په لاس کې واخلئ او د خپلو افکارو څو کرښې د کاغذ پر مخ ولیکئ، وبه ګورئ د دې فعالیت دوامداره تر سره کول د لیکوالۍ په مهارت کې معجزه کوي.

images (2).jpg

۱۱: د ورځې مهم خبرونه وڅارئ؛

ممکن د هغو کسانو له ډلې اوسئ چې خبرونه نه خوښوئ، خو باید پوه شئ چې موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې اړینه ده خپل د شاوخوا پېښو څخه خبر اوسو. لویان د ځوانانو له دې عمل څخه چې خبرونه ګوري خوشحالېږي او دا چې له ورځنیو پېښو خبر وي، ستایي یې.

download (9).jpg

۱۲: د راکي له فلمه زدهکړه وکړئ؛

په لوړ ګمان د راکي فلم نوم به مو اورېدلی وي، موږ هم وایو د دې فلم اصلي نسخه پیدا او وګورئ. دا فلم د یوه بېوزله ایټالیايي بوکسر کیسه ده، چې ویې غوښتل ځان ټولې نړۍ ته ثابت کړي، هغه کار چې هېچا یې تصور هم نه کوو. د ځوانانو لپاره د دې فلم کتل کولای شي هڅوونکی اوسي او هغوی ته ور زده کړي، چې بېوزله انسانان هم د پر مختګ چانس لري، خو یوازې انسان اراده وکړي او پر ځان باور ولري.

۱۳: خپل سیاسي موقف مشخص کړئ؛

د سیاسي خبرو په یادېدو ټول یو ډول تعصب کوو او له یوه سیاسي طرفه پلوي کوو. له بېلابېلو سیاسي فکرونو سره، څه ښه ده له ځوانۍ خپل سیاسي دريځ واضح کړو. څو چې ځوان یاست له بېلابېلو سیاسي ډلو سره آشنا شئ. څرنګه چې په ځوانۍ کې متعصب کړه وړه په ټيټه کچه وي، نو دا فرصت به ولرئ چې له بېلابېلو زاویو سیاسي قضیې وڅېړئ او د بېلابېلو عقایدو د منلو حوصله ولرئ.

download (10).jpg

۱۴: له هېواده بهر سفر وکړئ؛

په دېرش کلنۍ کې به کافي انرژي او وخت ولرئ. نو که امکان لري، له دېرش کلنۍ وړاندې له هېواده بهر لاړ شئ. سفر کول انسان پخوي او سفر کوونکي د تجربو لوی پنډ له ځانه سره لري. دوی د بېلابېلو هېوادونو د خلکو د ژوند له بېلابېلو طریقو سره بلد وي، روښانه فکر لري او په آسانۍ له هر ډول شرایطو سره توافق کولای شي.

download (11).jpg

۱۵: د موسیقۍ کنسرت ته لاړ شئ؛

هر کله مو چې وخت پيدا کړ د موسیقۍ کنسرت لاړ شئ. دا هغه څه نه دي چې له دېرش کلنۍ وروسته یې نه شئ کولای، خو په ځوانۍ کې له ګڼې ګوڼې سره د ملتیا حوصله لرئ. یو ۴۰ یا ۵۰ کلن کس د ځوانۍ شور او هیجان تېر کړی او د ځوانانو غوندې له کنسرته خوند نشي اخیستلای.

images.jpg

۱۶: بهرنۍ ژبه زده کړئ؛

د بهرنۍ ژبې زده کړې موخه دا نده، چې په عام او تام ډوله یوه ژبه زده کړئ، بلکه دومره چې وکولای شئ له یوه بهرني سره پرې آشنا شئ. البته که کولای شئ پر یوې ژبې روانې خبرې وکړئ او تسلط پرې ولرئ ډېره ښه ده د زړه کړې لپاره هېڅکله نا وخته نده، نو ښه په ځوانۍ یې پیل او ځنډ په کې مه کوئ.

images (1).jpg

۱۷: شپې په ويښه سبا کړئ؛

له دېرش کلنۍ وروسته هم کولای شئ تر سهاره ويښ پاتې شئ، خو شاید د عمر په لوړېدو مو د خوب او استراحت سره لېوالتیا زیاته شي. شپې په ويښه سبا کول به مو د زده کړیالۍ پر وخت څو ځلي آزمایلي وي. که څه هم د روغتیا پالانو له لوري یې سپارښتنه نه کېږي، خو بده نده چې یو ځل یې امتحان کړئ او حد اقل یو ځل په ژوند کې د لمر راختلو شاهد واوسئ.

images (2).jpg

۱۸: له مغروره ستورو نقد وکړئ؛

کم ندي داسې ستوري چې د شهرت پوړیو ته په رسېدو، دومره پر ځان مين او مغروره کېږي، چې هېڅکله د انتقاد اجازه نه ورکوي، بده نده د ځوانۍ په نړۍ کې د تملق پر ځای خپل انتقاد ولیکئ، ځکه ځوان یئ او شاید د کم عمر په لحاظ چانس ولرئ ستاسې په ځواب کې څه ولیکي. خو د انتقاد کولو د ادب مراعاتول مه هېروئ.

download.jpg

۱۹: پلی تګ مه هېروئ؛

پلی تګ وکړئ ، مثلا په یو ځل ۲ یا ۳ کیلو مټره لار پلي ووهئ. پلی تګ فوق العاده ورزش دی. په اصولي توګه تر سره کولو سره زیاته اندازه کالوري سوځولی شئ.تر عادت کېدو وروسته به حتما اونۍ کې یو ځل وغواړئ پلي وګرځئ. که تر دېرش کلنۍ وړاندې مو عادت وګرځوئ ، د ښې روغتیا تر څنګ به مو د مخکې له وخته مرګ سره مبارزه کړي وي.

download (1).jpg

۲۰: حتما د ۲۴ سریال وګورئ؛

څنګه کېدای شي د جک لخوا د یوې مرمۍ ویشتلو سره د هلیکوپتر نسکوریو صحنه له لاسه ورکړئ! د دې تلوېزیوني سریال کتل په منځني او له هغه په پورته عمر کې هم ممکن دي، مګر خو ولې د یويشتمې پېړئ د د دې ټلوېزیوني سریال د نندارې هیجان او شوق له دېرش کلنۍ وروسته ته پرېږدو؟!

download (2).jpg

۲۱: قهوه مصرف کړئ؛

د ښې روغتیا لپاره په ورځني ډول د شپږ پیالو قهوې مصرف ګټور دی. د قهوې څښل له ځوانۍ پیل او له ګټو یې مستفید شئ. څرنګه چې دا دانې د خوب له منځه وړونکي دي ، هغوی ته چې زده کوونکي دي او غواړي د امتحان لپاره شپه په ويښه تېره کړي، توصیه کېږي.

images (5).jpg

۲۲:  ځان ورک کړئ؛

ځینې وختونه خلک لار ورک کوي، مګر زمونږ هدف په خپله ځان ورک کول دي. مثلا یو ځل له خپل موټر سره حرکت وکړئ، لاړ  شئ او لاړ شئ تر څو ووینئ کوم ځای سر پورته کوئ. د ځوانۍ پر وخت معمولا د دې لپاره کافي وخت لرئ او څرنګه چې کم عمره او کم تجربه یئ عذر مو ژر منل کېږي.

images (3).jpg

۲۳: نجوم زده کړئ؛

د نجوم زد کول فوق العاده تجربه ده. آسمان ته کتل په ستورو کې سترګې ښخول د وسوسو او فکري نارامۍ د لرې کېدو لپاره تاسې سره مرسته کوي. د ارامتیا احساس به هغه وخت ښه درک کړئ، چې پوه شئ په آسمان کې څه روان دي. دا تجربه هغه وخت تر لاسه کولای شئ چې د ستورو پېژندلو په ښوونیز پروګرام کې ګډون یا په آماتوري ډول یې کتابونه مطالعه کړئ.

download (3).jpg

۲۴: د خیالونو انځورګري مو وکړئ؛

ډېری وختونه د لویانو له خوا د خیال او راتلونکي ته د هیلو په اړه د غبرګون سره مخ شوي یئ. خو پوه شئ هر خیال او هیله په زیار او هڅه تر لاسه کېدونکي ده. مونږ یو ځل د ژوند کولو چانس لرو، نو راځئ دا فرصت په ټنبلۍ او سستۍ له لاسه ورنکړو او د خپلو هیلو لپاره چې مونږ، شاوخوا وګړو او په ټوله کې ټولنې ته ګټه رسوي، هڅه وکړو.

download (5).jpg

۲۵: کاري مهالوېش ولرئ؛

پلان جوړول د ژوند د مهارتونو څخه دی، چې باید په کوچینیوالي کې ورته پاملرنه وشي. د هغو چارو فهرست جوړ کړئ، چې تر سره کوئ یې، وروسته یې د کاري مېز پر سر سريښ کړئ تر څو د ورځې په اوږدو کې مو سترګې پرې ولګېږي.

download (4).jpg

۲۶: د ګاز لرونکو نوشابو څخه ډډه وکړئ؛

هره څه ژر د ګاز لرونکو نوشابو څښل پرېږدئ. په لومړیو کې به سخته وي، چې خالي اوبه څښئ، خو ډاډه اوسئ د وخت په تېرېدو عادت کوئ. همدارنګه ډېر خواږه خواړه هم له خپل مهالوېش لرې کړئ تر څو د عمر تر پایه سالم اوسئ.

download (6).jpg

۲۷: تیاتر ته لاړ شئ؛

د تیاتر ټولګي ته تر تلو وړاندې په ابتدایي اصولو پوهېدل اړین دي. په ټولګي کې زده کوئ چې له نورو سره څنګه اړیکي پیل کړئ یا څنګه د مقابل لوري سره د خبرو پر وخت په شته وېره بریالي شئ. د دې ډول پوهې تر لاسه کول په ځوانۍ کې د نورو سره د اړیکو په مدیریت کې خورا لویه مرسته کوي.

download (9).jpg

۲۸: مدیریت وکړئ؛

زیاتره خلک له دې چې د یوې ډلې مشر وي شرمېږي یا هم وېره لري. خو که د پوهنتون او زده کړو په جریان کې د یوې ډلې د رهبرۍ چانس تر لاسه کوئ، له دې فرصته اعظمي ګټه واخلئ او مدیریتي مهارتونه مو امتحان کړئ. رهبري مرسته کوي په خپلواک ډول فکر وکړئ او مسؤولیت منونکي اوسئ.

images (6).jpg

۲۹: په خپلواک ډول ژوند وکړئ؛

د مور او پلار سره د ژوند کولو یوه ګټه دا ده، چې کولای شئ ډېر پس انداز ولرئ. خو کله چې ۲۹ کلن شوئ هغه وخت د یو جلا او مستقل ژوند په فکر کې شئ. د جلا ژوند تجربه به تاسې ته زده کړي چې مسؤولیت پذير اوسئ او د ژوند بار پخپله په اوږو یوسئ.

images (7).jpg

۳۰: پخپله پخلی وکړئ؛

د بازاري خوړو د خوړلو عادت ګرځولو پر ځای پخپله پخلی وکړئ. په دوامدار ډول د پخلي کول نه یواځې ستاسې د پخلي مهارت زیاتوي، بلکه کولای شئ پس انداز هم وکړئ. ځکه په کور کې پخلی د بازار په نسبت ارزان بیه تمامېږي. په تدریجي ډول زده کوئ چې د ساده اولیه موادو څخه یو بېسارې او خوندور دخوړو مهالنۍ چمتو کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.