د رهبرۍ په اړه ناسم باور: مدیر او رهبر سره څه توپير لري؟

لیکنه: ملیحه ناصري

ښايي ځينو ته به د رهبرۍ او مدیریت تر مینځ پولې مالومې وي؛ خو ځينې ګډې ځانګړنې هم سره لري. په ټولیزه توګه د رهبرۍ او مدیریت تر مینځ جوت توپیرونه شته. کېدی شي څوک رهبر او مدیر یو شان وګڼي؛ خو څرګنده ده چې هر یو یې پر خپل ځای ځينې ځانګړنې لري.
په دې لیکنه کې مو هڅه کړې چې د مدیریت او رهبرۍ تر مینځ توپیر، د مدیریت پېژند، د رهبرۍ تعریف، د رهبر ځانګړنې او دا چې رهبري ذاتاً یو کس کې نغښتې وي یا نه، کسبي ده، زده کېږي که نه؛ د دې اړوند لنډ مالومات لیکلي.

رهبري څه ته وايي؟

په ساده ډول یې تعریفولی شو چې رهبري پر نورو کسانو د اغېز ښندلو، د هغوی په زړنو کې لارې جوړولو یا نفوذ او له ځان سره د هغوی یو ځای ساتلو مانا لري. کله چې نور کسان په خپله خوښه ، پرته له جبره، له تاسو پیروي کوي، درسره مله کېږي؛ نو تاسو د رهبرۍ په پړاو کې یاست او د رهبر دريځ لرئ.
تر ټولو مهمه خبره دلته د نورو په زړنو کې ځای پیدا کول دي. یانې رهبر پرې ګران دی، خوښېږي یې او د دې لپاره چې منلی یې دی، پیروي ترې کوي. دا کسان له رهبره الهام اخلي او باوري دي چې رهبر یې دوی یو ځای ته رسولی شي.

د رهبرۍ اړوند ناسمې انځورونې:

ډېری کسان پر دې اند دي چې رهبر کوم ځانګړی کس دی، سیاسي مشر دی، د کوم شرکت یا سترو سوداګریزو چارو څښتن دی، د ټولنو استازی دی او داسې نور؛ خو داسې نه ده. دا انځورونه غلطه نه ده؛ خو سمه هم نه ده. سیاسي سرلاري او د سوداګرۍ څښتن هغه رهبران دي چې د رهبرۍ په لوړو پوړیو کې دي.
خو د رهبرۍ د پېژند پر بنسټ هر څوک په خپل دریځ او سویه کې رهبر دی. هر وخت چې تاسو وکولی شول، یو کس له ځان سره همنظره کړئ، د رهبریت حال کې یاست. که تاسو یو ښوونکی یئ، زده‌کوونکي مو سمې لارې ته رابولئ؛ نو د ټولګي په کچه رهبر یاست.
یوازې هغه څه چې رهبریت کې توپیر راوستلی شي، د رهبرۍ کچه ده. مهمه دا ده چې په هره سطحه کې چې یاست، هڅه وکړئ وړتیا مو ډېره کړئ، څو بریالی رهبر شئ.
رهبران د دې نړۍ تر ټولو اغېز ښندونکي کسان ګڼل کېږي. اغېزناک رهبر ژر د خلکو په زړونو کې نفوذ کوي. بریالي رهبران د خپلې بریا لپاره د نورو ملتیا غواړي؛ خو له دې سره د خپلو لارویانو د پرمختګ لامل هم ګرځي.
که خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ دغه لاسته راوړنې به ولرئ: په کورنۍ، کاري چاپېریال، ملګرو تر مینځ او ټولنه کې به مو اعتبار ډېر شي او پر ټولو به ګران وئ.

رهبري زده کېږي؟

پخوا داسې انګېرل کېدل چې رهبري ذاتاً د یوه کس وړتیا ده او ذاتي ملګرتیا ورسره لري؛ خو څېړنو په ډاګه کړه چې داسې نه ده. یو کس به د رهبرۍ ټوله انرژي او ځواک لري؛ خو رهبري نشي کولی. برعکس بل کس په ډېره هڅه او هاند باندې خپله کمزوري لرې کوي، زیار باسي او ځان رهبروي.
راځو دې ته چې د رهبر او مدیر تر مینځ توپیر څه شی دی؟
ښايي په دې اړه مو اورېدلي وي یا مو لوستي وي. د پام وړ ټکی دلته دا دی چې رهبري او مدیریت دوې دندې دي؛ خو هرومرو دوو کسانو پورې اړه نه لري. مانا یو کس مدیر هم کېدی شي رهبر هم. تر ټولو ښه خبره دا ده چې مدیر، رهبریت ته ارتقاء وکړي.

  • د رهبر ځواک د خلکو تر مینځ د ګرانښت او منلو له امله وي.

-مدیران خپل ځواک د مدیریت په ټاکل شویو عرفي/ رسمي معیارونو کې ويني؛ خو رهبریت تر دې معیارونو لوړ کار دی.
-د رهبر کار/ دنده د تحول او بدلون راوستل دي.
-مدیران بنسټيزو بدلونونو پسې نه ګرځي. همدې اوسنیو شرایطو کې دنده کوي.
-رهبر د خلکو احساسات راژوندي کوي، په جوش کې یې راولي. سر و کار یې د خلکو له احساس سره وي. دا په دې مانا نه ده چې دوی نامنطقي کړنه کوي.
-مدیر معمولاً له ټاکل شوي منطق نه کار اخلي. هر چا نه هماغه څه غواړي چې ورسپارل شوي وي.
-رهبران په کارونو کې ( ولې) پسې ګرځي.
-مدیران ( ولې) نه غواړي، یوازې د کار نتیجه او کار کول غواړي.
-رهبران د خلکو ژمنتیا غواړي.
-مدیران څارنه، رټنه، هڅونه، کنټرول کوي.
د رهبر شخصیتي ځانګړنې:
-ځیرکتیا
-پوهه
-بصیرت
-مسوولیت منل
-ابتکار او نوښت
-ټینګ دریځ
-پر نفس باور
-ټولنیزه وړتیا
-اروايي او شخصیتي ستونزو ته چمتووالی
-د ستونزو ګالل او زغم
-اغېز ښندنه
-ټولنیز اغېز موخو ته د رسېدا په پار
-تحرک/ خوځښت
پورتنۍ ځانګړنې هغه څه دي چې رهبر یې باید ولري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.