خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

له کرونا څخه د اروپا تر ټولو امن ترینه هیوادونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دا چې کرونا ویروس اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، د آسیايي هېوادونو ترڅنګ یې اروپايي هېوادونه هم سخت ځپلي.

خو د  European Best Destinations په نامه یوې خبري رسنۍ د هغو اروپايي هېوادونو فهرست خپور کړی، چې د مسافرۍ پر مهال د کرونا ویروس څخه تر ټولو امن هېوادونه دي.

یادې رسنۍ ګرجستان په لومړي ځای، یونان په دویم او کرواسې بیا په درېیم ځای کي راوستلې ده.

دا خبري رسنۍ وايي، چې دا درې هېوادونه د مسافرۍ په مهال د کرونا ویروس څخه تر ټولو امن هېوادونه دي.

په خپاره کړي فهرست کې ۱۳ هېوادونه او ۱۸ ښارونه موجود دي.

ګرجستان (تفلیس)

یونان (کورفو او پروزا)

کرواسې (Cavtat ، Zagreb او Rijeka)

پرتګال (آزور، آلنتجو او الگاروره)

روماني (سیبیو)

مونته نګرو (کوتور)

لهستان (ورشو، گدانسک)

اتریش (وین)

اسلووني (بوهینج)

لیتواني (ویلنیوس)

لتوني (ریگا)

فنلنډ (اوولو)

او مالت

دا هغه اروپايي هېوادونه او د یادو اروپايي هېوادونو ښارونه دي، چې له کرونا ویروس څخه تر ټولو هېوادونه په امن کې ښودل شوي.

د European Best Destinations خبري رسنۍ د راپور له مخې دا هېوادونه د کرونا ویروس تر اغېر ډېر کم راغلي.

د دې ترڅنګ د اروپا په یادو هېوادونو او ښارونو کې له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې ټول اصول په خورا ښه ډول عملي شوي او لا هم عملي کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ