که چیري تاسي ملیونونه ډالر په لاټري کې وګټئ، نو ایا حاضر یاست خپل ملګري سره یې وویشئ؟
د امریکا متحده ایالاتو کې یو مهربانه کس وړمه اوونۍ د “پاور بال” په لاترۍ کې ٢٢ ملیونه ډالر وګټل، او ١١ ملیونه ډالر یې خپل ملګري ته وروبخښل.
“جو فیني” او “ټام کوک “په ١٩٩٢ کال کې شرط سره ایښی وو. چې که چیرې کوم وخت د لاټرۍ ګټونکي شول نو دوی به یې سره ویشي.
د دغه نیټې نه ٣٠ کاله وروسته پچه د “ټام “په نوم وختله او د لاترۍ ګټونکی اعلان شو.
“جو” وایي، کله چې ټام راته تیلفون وکړ او خبر یې کړم، چې په لارټرۍ کې مې ٢٢ ملیونه ډالر ګټلي دي او غواړي حد/ ژمنه پر ځای کړم او تا سره یې وویشم، نو خوله مې وازه پاتې شوه.
‘جو ‘وویل چې کله ټام دا خبره راته وکړله، ما ورته وویل وروره ماسره ټوکې کوي؟
ټام، جو او د دوی کورنۍ یوازې د دغه لاټرۍ ګټلو ته ندي خوشاله، بلکې محلي حکومت، د ویسکانسین ایالت، او فدرالي خزانه هم خوشاله ده.
ځکه چې د قانون له مخې د دغه ګټل شویو ۲۲ میلینونو ډالرو څخه دغو پخوانیو ملګرو ټام او جو هر یوۀ ته ترې صرف ٥ ملیونه او اوه سوه زره ډالر ورکول کیږي او پاتې ډالر حکومتي خزانې ته د مالیاتو په نوم ځي.
محمد علي کلې څنګه په یو افسانوي شخصیت بدل شو؟
Advertisements د شفیق امیرزی راټولونه له مسیر ورځپاڼې هره ورځ داسې ژوند وکړه لکه د ژوند وروستۍ ورځ دې چې وې، ځکه آخر به یوه ورځ له دې نړۍ ځې، خو هیلې دې د تل پاتې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي