مارچ 6, 2021

د کرونا ویروس مثبتي پېښي له ۳۰ مېلیونو واوښتې، هند او امریکا يې ډېر ځپلي

Advertisements

خبریال: فضل الله فضلي
د نن د نویو ثبت سوو پېښو سره، په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي ثبت سوي پېښي تر ۳۰ مېلیونو واوښتې.
د دې وبا ورځنۍ پېښي تر ۳ لکو رسېدلي دي.
اوس مهال په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه لومړی امریکا، ورپسې هند او بیا برازیل او روسیه هیوادونه دي.
آمریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶،۸ مېلیونو ته رسېدلی، چي پدې کي څه باندي ۲ لکه مړه سوي او تر ۴ مېلیونو ډېر روغ سوي دي.

ورپسې هند کي مثبتي پېښي تر ۵ مېلیونو اوښتي دي او هلته د زیات نفوس او ډېر ګڼي ګوڼي له امله اوس هم خورا چټک خپریږي.
د هند مړي تر آمریکا ډېر لږ ۸۲ زرو پوري دي او روغ سوي یې ۴ مېلیونو ته رسېدلي دي.
برازیل کي مثبتي پېښي تر ۴،۴ مېلیونو ډېري سوي، مړي تر ۱۳۴ زرو اوښتي او روغ سوي یې تر ۳،۷ مېلیونو ډېر سوي دي.
روسیه بیا د نړۍ څلورم هیواد دئ، چي ټولي پېښي پکښي تر یو مېلیون اوښتي، مړي یې ۲۰ زرو ته رسیږي او روغ سوي یې څه کم ۹ لکه دي.

اروپا کي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي ډېري کمي سوي او هیوادونه د لیست ۹ نمبر ته کښته سوي دي.
په ټوله کي کرونا ویروس د آمریکا لویه وچه ډېره ځپلې او هیوادونه یې د لیست په سر کي قرار لري.
تر آمریکا وروسته آسیا د نړۍ دوهمه وچه ده، چي مثبتي پېښي پکښي تر ۱۰ مېلیونو اوړي.
دلته تر هند او روسیې وروسته، بنګله‌دېش، سعودي عرب، پاکستان، ایران، عراق او ترکیه ډېر ځپل سوي دي.
اروپايي هیوادونه بیا په مجموعي ډول تر ۳ مېلیونو ډېري مثبتي پېښي لري.

تر دې وچو وروسته بیا افریقا کي مثبتي پېښي تر ۱۳ لکو اوښتي، روغ سوي یې تر ۱،۱ مېلیونو ډېر سوي او مړي پکښي څه باندي ۳۳ زره دي.
افغانستان کي نن ۱۷ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي ټولي پېښي ۳۸،۸۷۲ ته ورسېدلې.
دلته مړیني ۱۴۳۲ ته پورته سوي او روغ سوي بیا ۳۲،۵۰۵ تنه دي.

تر دوو میاشتو ډېره موده کیږي، چي په دې هیواد کي مثبتي پېښي خورا کمي سوي دي.
د نړۍ په ټولو ۳۰ مېلیونو مثبتو پېښو کي څه کم ۹ نیم مېلیونه تنه مړه سوي او نږدې ۲۲ مېلیونه تنه بیا روغ سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي