فبروري 28, 2021

واړه بدلونونه وکړئ او لویې لاسته راوړنې ولرئ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
کله چې متوجه شئ چې واړه بدلونونه څنګه د لويو لاسته راوړنو سبب ګرځي، نو ډېر به درته په زړه پورې وي.
ځيني کسان فکر کوي چې د لويو بدلونونو لپاره بايد لوی تغيرات رامنځ ته شي، خو دوی تېروتي دي؛ ډېری وخت واړه بدلونونه کولی کولی شي چې لوی تغيرات او لويې لاسته راوړنې ولري.
هو! پورته تصور په بشپړ ډول غلط دی. يو کوچنی تغيير، که سم وي؛ کولی شي چې ستاسو لپاره لويې لاسته راوړنې ولري.
د بېلګې په ډول، يوه الوتکه چې د اتلانتا ايالت څخه د هاوايي ايالت پر لور پرواز لري، که د خپل مسير په ټاکنه کې يوه درجه تېروتنه وکړي؛ نو سرحد به يې اسټراليا ته ورسېږي. کله چې همدا موضوع خپل ژوندانه سره پرتله کړو، نو پوه به شو چې يو کوچنی، خو سم بدلون کولی شي چې ستاسو د ژوند بڼه په بشپړ ډول بدله کړي.
واړه بدلونونه، لويې لاسته راوړنې
وايي کوم سړي پرېکړه وکړه چې د ځان لپاره پيسې سپما ( پس انداز ) کړي، خو دی متوجه شو چې د دې کار د پيل لپاره هېڅ پيسې نلري.
نوموړی متوجه شو چې دی هره ورځ کار ته د تګ پر مهال ۱۰۰ افغانۍ مصرفوي. ۶۰ افغانۍ د لارې د تګ راتګ کرايه او ۴۰ افغانۍ هم د احتياط لپاره، چې په ترتيب سره په اونۍ کې ۷۰۰ او په مياشت کې ۲۸۰۰ افغانۍ او په ټول کال کې تقريبا ۳۵۰۰۰ افغانۍ کېږي.
نوموړي پرېکړه وکړه چې وروسته له دې به هرو مرو د ورځې ۳۰ افغانۍ پس انداز کوي، وروسته له يوه کال څخه دی متوجه شو چې د دې وړې سپما د پيسو شمېر يې تقريبا ۱۰۰۰۰افغانيو ته رسېدلی دی.
دا يوه وړه بېلګه وه چې تاسو ته مو ذکر کړه، تاسو کولی شئ خپل مالي وضعيت او کورني ژوند ته په کتو، د همدې په څېر د ځان لپاره سپما برابره کړئ.
يو هغه څه يا څيز چې تل مو مينه لرله تغيير ورکړئ، ويې ټاکئ. يوازې يو وړوکی کار يا کړنه چې تاسو هيله لرئ بدلون ورکړئ، انتخاب يې کړئ. د بېلګې په ډول: مازيګر مهال پلي تګ، د شپې وخته ويده کېدل، د خپلو ماشومانو خبرو ته غوږ نيول، د خپل ژوند شريک ته مُسکا کول… دا ټول هغه واړه تغييرات دي چې کولی شي لويې لاسته راوړنې ولري.
وړانديز
پورته کړنلاره او تجربه يو ځل وازمايئ او وګورئ چئ ښه پايله ترلاسه کوئ او که نه.
د راتلونکې اونۍ لپاره يو کوچنی کار په متفاوته بڼه ترسره کړئ او پر وړاندې يې ځان ژمن وګنئ او قوي هوډ وکړئ.
ډاډه اوسئ چې ښه پايله به ترلاسه کړئ، د وخت په تېرېدو سره مو په ژوندانه کې واړه بدلونونه ډېر کړئ، يو وخت به متوجه شئ چې د ژوند بڼه مو په بشپړ ډول تغيير شوې.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ