ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

د فېسبوک نوې، چټکه، ځانګړې، اسانه او په ټوله کې خوندوره بڼه

لیکنه: مهر تاج
لیکنه: مهرتاج

څه باندي کال مخکې «مارک زاګربرګ» د فېسبوک د نوي ډیزاین په هکله زیري ورکړی و.

اوس هغه وخت راورسېد او ډېر ژر به نوي ډیزاین د کلاسیک فېسبوک ځای ونیسي.

د فېسبوک مشرانو د فېسبوک دیسک ټاپ ورژن لپاره خپل نوی ډیزاین روان کال د مې په میاشت کې خپلو کاروونکو ته وروپیژانده، هغه وخت کې دوی ویلي وو، چې دا به د کاروونکو خپلې خوښې ته پرېږدو، چې دوی نوی ډیزاین کاروي او که زوړ ډیزاین خوښوي یا کاروي.

خو اوس د فېسبوک کمپنۍ وايي چې، دوی به په سپتمبر میاشت کې کاملاً زوړ ډیراین یا د فېسبوک کلاسیکه ابي رنګه بڼه له منځه یوسي.

اوس ری ډیراین یا دیسک ټاپ ورژن ته «ډارک موډ» یا تیاره بڼه ورکړل شوې ده.

د نوي ډیراین محدودي نخسې د کال په پیل کې ځینو کاروونکو ته په ازمایښتي ډول ورکړل شوې وې، تر څو د نوي ډیزاین تشي/ نیمګړتیاوې او تېروتنې دوی ته څرګندي یا روښانه شي.

د فېسبوک کمپنۍ وایي، په نوي ورژن کې به د کمپوټر له لارې د فېسبوک کاروونکو او مبایل اپ منځ کې کوم ځانګړی توپیر نه وي او په راتلونکي کې به د ګروپونو پلټنه د ګیمونو پلټنه، او داسې نور ډېر څه به پکې په اسانه ترسره کېږي.

په تېر یا مخکني ورژن کې دا ډول پلټنو لویي ستونزې درلودلې، کله ناکله به د پلټنې پایله هم سپینه وښودل شوه.

په نوي بڼه کې به د مبایل اپ په څېر د کمپیوټر د لارې هم ټولې څانګې چټکې شي. د فېسبوک انسټال به هم په تېزۍ/ چټکۍ سره ترسره کېږي، او د ګروپونو جوړول او د تجارتي اعلاناتو او مشهورتیاو خپرول به نور هم ګړندي او بهتره شي.

د نوي بڼې تر ټولو ځانګړی نوښت «ډاک موډ» تیاره پاڼه یا سکرین دی. نوي بڼه سترګې ډېرې نه ستړې کوي. او د لیک په لوستلو کې ځانګړي مرسته کوي.

له دې څخه مخکې تېر مارچ کې واټس اپ تیاره بڼه وړاندې کړې وه او د فېسبوک مسنجر کې هم اوس مهال دا اسانتیا شتون لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ