مارچ 5, 2021

د کرکټ عجیبه او سخته پوښتنه؛ یاران کې یې ځواب ولولئ

 یو بال پاتې، یو رنز ګټې ته پاتې، اخري ویکټ ده، بال وشو وایډ شو او توپ وهونکی سټمپ شو لوبه څنګه شوه؟
د دې پوښتنې ځواب د نړۍ کرکټ پوهانو داسې ورکړی:
د سپورټس بېټا په نامه وېب پاڼه وایي که وروستی توپ وي، وروستۍ وېکټ وي او یوه منډه پاتې وي او بال وایډ ترسره شي؛ خو توپ وهونکي د قدمونو استعمال کړی وي او توپ وهونکی سټمپ شي؛ نو نتیجه دا ده، چې لوبه د توپ وهنې لوبډلې وګټله او توپ وهونکی هم اوټ نه حسابېږي، دوی وایي دې وخت کې ټارګېټ پوره شو او لوبه وګټل شوه؛ نو له بریا وروسته بیا وېکټ هیڅ نه اخېستل کېږي.
دا خبره دوی په ۲۰۱۳ م کال کې د کرکټ په اصولو کې کړې ده.
دوی وایي دا لوبه د توپ وهنې لوري یا چېسېنګ لوبډلې په یوه وېکټ وګټله او بریالۍ ده.
یو ځل سېواګ د سریلانکا خلاف ۹۹ منډې کړې وې او د هندوستان بریا ته یوه منډه پاتې وه، د سریلانکا رندیف په نامه توپ اچوونکي د پنځه دېرشم اوور پنځم توپ ترسره کړ؛ توپ نو بال و، سېواګ شپږیزه ووهله؛ شپږیزه په منډو کې حساب نه شوه؛ ځکه یوه منډه په نو بال سره پوره شوه، لوبه د هند له خوا په نو بال او منډې سره وګټل شوه، سېواګ با وجود د دې چې شپږیزه یې وهلې وه، حساب نه شوه او په ۹۹ منډو ناټ اوټ ووت.

نو د یوې منډې، یوې وېکټې، وایډ او سټمپ اوټ خبره هم عینې ډول ده.
د سپورټس بېټا په نامه وېب پاڼه  وایي، چې د وایډ په ترسره کېدو سره لوبه پای ته رسېږي، که توپ وهونکی سټمپ هم شي، اوټ نه دی او لوبه یې په ګټه شوه.
یو بله وېب پاڼه قورا بیا د ځېنو اصولو یادونه کوي.
دوی وایي که یوه لوبډله یوې منډې ته اړتیا ولري، یو توپ پاتې وي، یوه وېکټ پاتې وي، بال وایډ شي او وېکټ ساتونکی وېکټ سټمپ کړي؛ د لوبې پایله څنګه کېږي؟
دوی وایي لوبه په یوه وېکټ د توپ وهنې د برخې په ګټه حسابېږي.
دوی د وایډ بال د ۲۵ م قانون له مخې وایي، چې توپ وایډ دی او لوبه د توپ وهنې سایډ له خوا ګټل شوې ده.
د سټمپ اوټ لپاره د ۳۹ م قانون خبره کوي، د ډیډ بال یا په عامه اصطلاح مونږ ورته ډېټ بال یا هغه بال وایو، چې نه بال حسابېږي او نه منډه.
او ۲۱ م قانون بیا د پایلې په اړه ځواب وړاندې کوي.
۲۵ م قانون وایي چې توپ وایډ حسابېږي او ډېټ نه دی، منډه هم پرې راځي.
دې وخت کې بال هم پاتې شو، منډه راغله او لوبه وګټل شوه.
۳۹ م قانون بیا وایي بال وایډ حسابېږي او لوبغاړی هم اوټ حسابېږي.
۲۱ م قانون وایي لوبه د توپ وهنې لوري له خوا ګټل شوې او توپ وهونکی هم اوټ حسابېږي.
خو وروسته بیا د ۲۱ م قانو ۶ مه فقره کې ویل شوي، چې توپ وهونکی اوټ نه حسابېږي او لوبه ګټل شوې ده.