لیکنه: بهار سمسور
د سریلنکا پیاوړی چټک توپ اچونکی او د ځانګړي توپ اچونې انداز خاوند لسیت ملینګا په خپل کوربه توب د بنګلادېش خلاف د یوه ورځینیو لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې له همدې فارمټ څخه استعفا کوي.
دا خبر ملینګا په خپله رسنیو ته تاید کړی او هم سریلنکایي نوي لوبډلمشر ډیمرت کرنرتني د نومړي د استعفا خبر تأید کړی دی.
سریلنکایي لوبډلمشر ویلي؛ ملینګا به د سیریز له لومړۍ لوبې وروسته زموږ سره نه وي، دا زموږ لپاره د خفګان وړ خبر هم دی، موږ د ملینګا په شان بل توپ اچونکی نه لرو، هڅه به وکړو چې د نوموړي په شان ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی له ځان سره ولرو.
ملینګا د څلورو هغو توپ اچونکو په لېست کې قرار لري،چې په نړیوال جام کې یې پنځوس ویکټې پوره کړي دي.
نوموړی چې د توپ اچونې ځانګړی انداز(سټایل)لري په نړیواله کچه زیات مینوال هم لري. ملینګا نه یوازې د خپل هېواد ملي لوبډلې لپاره یو پیاوړی لوبغاړی دی، بلکې په تجارتي لیګونو کې هم له زیاتو لوبډلو سره لوبیدلی او ځلیدلی دی.
ده د سریلنکا لپاره په ۲۲۵ یوه ورځینیو لوبو کې ۳۳۵ ویکټې تر لاسه کړي دي، چې وروستۍ یوه ورځینۍ ۲۲۶ لوبه به د راتلونکي جمعې په ورځ د بنګلادېش خلاف تر سره کړي.
د معلوماتو له مخې ملینګا به تر راتلونکي شل اوریز نړیوال جام پورې د شل اورونو په فارمټ کې د سریلنکا لپاره ولوبیږي او بیا به له نړیوال کریکټ له ټېسټ،یوه ورځینیو لوبو وروسته دا د کمو اورونو شل اوریز فارمټ هم پریږدي،خو د تجارتي لوبو سره به تر ډېره پاتې وي.
وروسته له هغې چې کمار سنګاکارا ،تلکرتني دلشن،ماهیلا جاوردانا له ملي او نړیوال کریکټ سره رخصت واخیست، د سریلنکا لوبډله له بدو بتر حالت ته رسیدلې، چې د ملینګا استعفا د دې لوبډلې لپاره یو بل ګزار دی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ