د نړۍ لس نامتو ژوبڼونه

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

که تاسو د ژویو مینه‌وال یاست، حتماً به د هغه ښار د ژوبڼ په اړه پوښتنه کوئ، چې سفر ورته لرئ.
د نړۍ تر ټولو ښه ژوبڼونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې جوړ شوي، چې د ډول ډول ژویو په ساتنه خلک د هغوی د ژوند له ډول سره آشنا کړي او د ژویو او انسانانو ترمنځ دوستانه اړيکې جوړې کړي.
ډېر ژوبڼونه د نړۍ په کچه موجود دي، خو مساوي شرایط نه لري. ډېری یې څېړ‌نییز مرکزونه او ځینې یې د ژویو د ساتنې لپاره ښه شرایط نه لري. موږ غواړو په دې مقاله کې تاسو د نړۍ تر ټولو ښو ژوبڼونو سره آشنا کړو.

۱۰- د چین د پکن ژوبڼ


دا ژوبڼ چې د چین د پکن ښار په شیچینګ سیمه کې موقعیت لري، تر ټولو پخوانی ژوبڼ دی. دا ژوبڼ په چین کې په ۱۹۰۶ کال د چینګ د پاچاهي په وخت کې تاسیس شو.
د دې ژوبڼ مساحت ۸۹ هکتاره ده چې ۵۶ هکتاره یې وړوکي حوضونه او سیندونه جوړوي. تر ۴۵۰ ډېر ژوي او ۵۰۰ آبزي د دې ژوبڼ په فهرست کې تر سترګو کېږي. دا ژوبڼ د چین د پکن ښار تر ټولو ښه ځای د سیلانیانو لپاره دی چې په کال کې ۶ میلیونه سیلانیان ترې لیدنه کوي. تر ټول نامتو ژوي یې پانډا، یني سمندر، چیني تمساح ګانې، د چین د سویل ببر او داسې نور دي.

۹- اسمیتسونین د ژوو پېژندنو ملي پارک (واشنګټن آمریکا)


دا پارک چې ۱۶۳ هکتاره دی، د آمریکا په راک کریک پارک کې موقعیت لري او کلني سیلانیان یې ۲ میلیونو ته رسېږي. په دې پارک کې ۲۰۰۰ ژوي له ۴۰۰ ډولونو ژوند کوي. د دې پارک يو پر څلورو ژوي د هغو ژوو له جملې څخه دي چې د انقراض له خطر سره مخ دي، مثلاً پانډا، آسیایي فیلان، آفریقایي زمریان یادولی شو.

۸- د آلمان د برلین ښار ژوبڼ


د برلین (زولوژیکل ګاردن اند اکواریوم) د آلمان تر ټولو پخوانی ژوبڼ دی، چې تجهیزات یې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۴ کې ترسره شول. دویمې نړیوالې جګړې پر دې ژوبڼ ډېر بد اغېز درلود، ډېری ژوي یې له منځه ولاړل او له هغې جملې څخه یې ۹۱ ژوي ژوندي پاتې شول. دا ژوبڼ د دویم ځل لپاره په ۱۹۵۲ کې جوړ شو او نن د نږدې ۱۶ زره ژوو کور ده چې ۱۵۰۰ ډوله دي.

۷- د آمریکا برانکس ژوبڼ


یو له پخوانیو ژوبڼو څخه دی چې په ۱۸۹۹ کې جوړ او د ۲۶۵ هکتاره مساحت په درلودو د آمریکا په نیویورک ښار کې موقعیت لري. تر ۶۰۰۰ ډوله ډېر ژوي ژوند پکې کوي. کلني سیلانیان یې میلیونونو ته رسېږي. د ګوریل کنګو ځنګل د برانکس ژوبڼ یو له نامتو جاذبو څخه دی.

۶- د سیولي آفریقا د پرتوریا د ژویو پېژندنې ملي باغ


دا باغ، چې د پرتوریا په نامه هم پېژندل کېږي، په ۸۵ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی. په مجموعي ډول ۹۰۰۰ ژوي چې ۷۰۵ ډوله دي په دې باغ کې ژوند کوي. د دې باغ مهمه جاذبې د اوبو غوچي یې د آفریقا په دښتو کې دي. د دې غوچیو شاوخوا کې چیتا، آفریقایي کرګدن، زرافه او آفریقایي فیلان ژوند کوي.

۵ -تارونګا (آسترالیا – سیدني)


دا ژوبڼ چې د جایزې ګټونکی هم شوی، له (تارونګا قوې) څخه د ۱۲ دقیقو په واټن کې موقعیت لري او له ۴۰۰۰ زرو څخه د ډېرو ژویو کور دی. کانګورو او کوآلا او داسې نور مهم ژوي په دې ځای کې ژوند کوي. دا ژوبڼ د شامپانزه ګانو د اوسېدلو غټ ځای حسابېږي.

۴- ‌تیر ګارتن شان برن (وین-اتریش) ژوبڼ

۳- د انګلیس د چشایر چستر ژوبڼ


د انګلیس د چشایر چستر ژوبڼ په ۱۹۳۱ کې افتتاح شو. په ۲۰۱۴ کې ۱.۴ میلیونه سیلانیانو له دې ژوبڼ څخه د نړۍ د یوه ښه ژوبڼ په توګه لیدنه درلوده. همدې مسئلې چستر د انګلستان نامتو ژوبڼ کړ. چستر د بریتانیا په سطحه یوازینی ژوبڼ دی چې توانېدلی آفریقایي فیلان په موفقه توګه وروزي. اوس مهال ۲۰ زره ژوي له ۵۰۰ ډولونو څخه په دې ژوبڼ کې ژوند کوي.

۲-‌‌ د سنګاپور ژوبڼ


په دې ژوبن کې هغه ژوي ژوند کوي چې په واقعي ډول فوق العاده دي. دا ژوبڼ په ۱۱ اکولوژیکي سیمو وېشل شوی چې په هره سیمه کې یې د هغې سیمې خاص ډول ژوی ژوند کوي.
د باراني ځنګلونو شبیه سازي Fragile forest
د قطبي ېږو (خرس) کور او د شمال قطب نور ډولونه Frozen tundra
د ۳۹ ډوله پستاندارو سره په بېلابېلو جزایرو کې Primate kingdom
د غټو کیشپو، کومودو اژدها او زهري مارانو کور Reptile garden

۱- د امریکا سن دیه ګو ژوبڼ


د امریکا د سن دیه ګو ژوبن د نړۍ تر ټول ښه ژوبڼ دی. دا ژوبڼ چې په ۱۹۱۶ کې تاسیس شوی اوس مهال د سن دیه ګو د ژویو پېژندنې ادارې له خوا اداره کېږي.
په دې ژوبڼ کې ۴۰۰۰ ژوي له ۸۰۰ ډولونو څخه ژوند کوي. دا ژوبڼ په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د سن دیه ګو په بالبوا پارک کې جوړ شوی. ۶۵۰۰ ډوله کمیابه ګیاوو د دې ژوبڼ ډیر ځای ته پوښښ ورکړی. دا ژوبڼ د خاص ډول ژویو د روزنې ځای دی، لکه کوآلا، ببر، ګوریل، زرافه، بونوبو، ګلاپاګوس کیشپ او داسې نور.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.