اقتصاد سرسکالو سیاست نړۍ

روسیه وايي، اروپايي اتحادیه هم د ډالرو د انحصار پای ته رسول غواړي

لیکنه: مهر تاج

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس هم لا سرِ وخت دی، تر څو اروپا د متحده ایالاتو ډالرو تجارت وځنډوي.

د روسي رسنیو په وینا، د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” په یوه مهمه اعلامیه کې د امریکایي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ په وړاندې د اروپا عکس العمل ته په اشارې وویل، چې نه یوازې هغه هېوادونه چې د متحده ایالاتو بندیزونه تابع کوي، بلکه اروپايي هېوادونه هم غواړي، چې ډالرو ته خپله ژمنتیا پای ته ورسوي.

نوموړي وویل:

نه یوازې هغه هېوادونه، چې متحده ایالاتو پرې بندیزونه لګولي بلکه اروپایي هېوادونه هم د فرصت په لټه کې دي، چې د ډالرو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله د ډالر پر انحصار پای ته ورسوي.

د ډالر ارزښت لوړ شوی دی – Hindukosh

“سیرګي لاوروف” زیاته کړې چې نه یوازې چین، روسیه، ایران او د شانګهای د غړو هېوادونو غړي، بلکې اروپایي هېوادونه هم غواړي په داسې میکانیزمونو تکیه وکړي، چې له لارې یې د هېواد په اسعارو کې سوداګري راکړه ورکړه او پانګونه وشي.

دی وویل، چې اروپا هم د ډالر څخه د خپل انحصار پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو په لټه کې دی، او زیاته یې کړه چې د واشنګټن او اروپايي اتحادیې ترمنځ اقتصادي اختلافات ډېر شوي، د متحده ایالاتو د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” پالیسیو او د هغه خپل سري اقداماتو باندې ډیری اروپایي هېوادونو منفي عکس العملونه ښودلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ