ټولنیز ژوند ژوند بڼه

لړۍ؛ اوومه برخه: یو څوک باید ولرې!

لیکنه: مهر تاج

یو څوک باید ولرې چې په سترګو کې سترګې دروګنډي او درته ووایي:
که زه سل و زر نرینه / ښځینه ملګري ولرم، پیل او پای مې یوازې ته یې!
…له تا شروع په تا تمامېږم.

یو څوک باید ولرې!
چې د لوبې سیالۍ درسره ولګوي او بیا ستا د بریا لپاره ځان درته وبایلي.

یو څوک باید ولرې!
چې ته ډوډۍ خورې, دا/دی داسي په ځیر ځیر درته وګوري لکه ځان چې په هینداره کې ګوري. موخه به یې دا وي چې ماشاءلله څومره ښه اشتها لري، هسې نه ګوله/ مړۍ یې په ستوني کې بنده نه شي، کېدی شي اوبو ته اړتیا ولري او زه اوبه ورکړم, په ډوډۍ کې کومه سوې ټوټه ونه خوري, ناروغه نه شي.

یو څوک باید ولرې!
چې درسره وي فکر دې ورته نه وي؛ خو په نه شتون کې دې نظر لاشعوره هماغه ولټوي او کله چې یې پیدا نه کړې، په زړه دې وېره خپره شي، ورخطا شي، هسې نه ستا ځای یې بل چاته ورکړی نه وي.

یو څوک باید ولرې!
کله چې له دې امله خپه وې چې ګوندې چاغه شوې یم، درته ووایي:
نه جان! دومره هم نو نه یې چاغه شوې، اوس خو ایله مناسبه, لا تر پخوا ښایسته ښکارې.

برعکس که دې ته خپه وې چې ګوندې ډېره ډنګره یې، درته ووایي:
اخخ! د زړه ټوټې، نه یې ډنګره، زما همدغسې لښته او نرۍ خوښه یې، غواړم د غاړې/ مرۍ په دې ژوره کنده کې دې د سیاحت لپاره خېمه ودروم او کلونه کلونه د وصال ژوند پکې وکړم.

داسې یو څوک باید ولرې!
چې د پرون “منصور ” او د نن منظور وي/ د پرون “ملاله” او د نن ” وړانګه ” وي.

یو څوک خو باید ولرې!
چې دفتر ته ځې، ستا د خوښې خواړه درته په خپل لاس پاخه او تر دروازي درسره کتغداني یوسي.. درته ووایې:
ګرانه! ولې به پر بې کيفیته غرمنۍ دوه نیم سوه افغانۍ ورکوې, په دغه دوه نیم سوه افغانۍ مې ستا د خوښې دومره ډېر خوندور خواړه تیار کړل چې ستا تر څنګ دوه نور همکاران یې هم درسره نوش جان کړي.
او هو ریښتیا، ماته اندېښنه مه کوه! ما هم ترې خپله برخه کور کې ځان ته بېله کړې ده.
ته یې هم په تندي ښکل کړې ورته ووایې، داسې نه معلومېږي چې یوې حقوق پوهې سره مې واده کړی وي، لکه د اقتصاد دوکتورې سره مې چې ژوند وېشلی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ