پخوانیو خلکو خوراکي توکي څه ډول ساتل؟

ژباړه: نسیمه محمدي

د قرنطین او نړیوالو اقداماتو په لړ کې، دا موضوع ځانګړی ارزښت لري. لیدل کېږي، چې زموږ نیکونو د خاصو لارو چارو، لکه تخمیر او حتا دود کولو سره بلد وو.

اېلېچ نون، د لبنان رصیف نشریه کې لیکي، د کورونا وبا پر مهال، چې زموږ د ژوند په ټولو اړخونو یې درنې اغېزې کړې، ډېری د ټولبندیز په خاطر، هڅه کوو د خوړو اوسنۍ ذخیره شوي خواړه، د قیمتونو د لوړېدلو یا د توکو د خلاصېدلو له وېرې  مصرف کړو، چې د نویو توکو پېرلو ته ځای خالي کړو. او په دې کې د حیرانتیا ځای نشته، ځکه نه پوهېږو د تاریخ پاڼه چې د کورونا وایروس پورې تړلې، څه وخت اړولی او عادي ژوند ته ګرځېدلی شو.
له نېکمرغه زموږ په زمانه کې د نویو لارو چارو څخه په ګټنې د خوړو د ذخیره کولو، لکه منجمد کول، کنسرو، د کیمیاوي موادو ګټه اخیستلو سره خواړه د زیات وخت لپاره ساتل کېږي، خو پوښتنه راولاړېږي، چې زموږ پخوانیو نیکونو خواړه د یخچال او ساتندویه کیمیاوي موادو پرته، یوازې د طبیعي لارو چارو سره څه ډول ذخیره کول؟
یوه بشري مسئله چې له هماغه لومړیو وختونو بشر ورسره لاس او ګرېوان دی، د خوړنیزو توکو د حفظ‌الصحې اړتیا ده، چې د حشراتو او د مایکروارګانیزم له امله لمنځه لاړ نشي. که څه هم اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ هغه وخت نه وه، خو زموږ نېکونه وړاندې د خوړو د ساتلو په برخه کې د بریالیو لارو چارو په ابداع توانېدلي وو.
مثلا لرغوني مصریان لومړني خلک وو، چې د مالګې کارولو طریقه یې کشف کړه، او دا د سمندري مالګې څخه د غوښو او د کبانو د ساتلو لپاره وو، ځکه مالګه رطوبت جذبوي او باکتریاوې لمنځه وړي. همدارنګه پخوا زمانو کې به یې لوې لوې کندلې ایستلې او وروسته به یې دېوالونه د لرګيو او پاڼو سره پوښل، چې د خوړو او خاورې ترمنځ یو حایل جوړ شي. په لوړ ګمان خوړنیز توکي به په چرمي، لرګینو صندوقونو یا خاورینو کودیو کې، په څمڅو او ګودالونو کې ذخیره کېدل.
لرغونپوهانو په تېرو زمانو کې د خوړونیزو توکو د ساتلو د لارو چارو د بېلابېلو ډولونو په اړه، لاسوندونه موندلي دي. د حیرانتیا وړ دا ده، چې ځینې طریقې لا هم شته، لکه د خوړو وچول او تخمر، په داسې حال کې ځینې نور طریقې د وخت په تېرېدو لمنځه تللي دي، لکه په جبه/ نمجنو ځایونو کې د غوړیو خښول یادولای شو.

کولای شو ووایو چې د خوړو ساتلو تر ټولو متداوله پخوانۍ طریقه، وچول، تُرشي، دود کول، تخمر او د خوړو د یخ ساتلو لپاره ویالې او څاه‌ګانې طبیعي کولرونه وو، مثلا اسکاندینیاوي بومیانو به په مني او ژمي کې هوسۍ ښکار کولې. هغوی غوښه د وچولو او یا هم د دود ایستلو سره ذخیره کوله، شیدې یې د پنېر د چکیو په ډول، چې کلونه کلونه به خوندي وو، ساتل.
ترسره شوې څېړنې او اکتشافات ښيي، چې د دود او د تخمیر عمیله کارول، د لرغونو وختونو څخه زموږ د نیکونو طریقې وې، چې د خوړو د ساتلو لپاره یې کارولې.
لرغون‌پېژندونکو پرېکړه وکړه، چې نه یوازې د موجوده خوړو پاتې شوني، بلکې د هغوی د ګټې اخیستنې دستګاوې هم مطالعه کړي. څرنګه چې پوهېږئ، د هوسۍ یوه ټوټه غوښه چې څوارلس زره کاله مخینه لري، پیدا او دېته ورته زیات کشفیات ترسره شوي دي.
په بل عبارت، په پخوا زمانو کې خلکو په بریالیتوب سره خواړه ذخیره کول. مثلا، د سوېډن په یوه سیمه کې، څېړونکو د روانو اوبو یو ګودال پیدا کړ، چې ۸۶۰۰ – ۹۶۰۰ کاله تاریخي مخینه لري. د ۲۰۱۶م د لرغونپېژندنې د څېړنې پر بنسټ، چې د (Archaeological Science) په نشریه کې خپرې شوې، دا ګودال د ۹۰۰۰ زره څخه زیاتو کبانو د هډوکو سره ډک شوی دی. له شک پرته حشرات او د اقلیم له امله زیانونه، پوپنک او فنګسونه د دې خوړو د کیفیت د کمېدلو لامل کېږي.

دا ټول ټکي د راتلونکې لپاره د خوړو د ذخیره کولو په اړه باید په پام کې ونیسو، ځکه که وګورو، چې پخوانیو خلکو خواړه څه ډول ساتل، ممکن موږ هم دې دودیزو لارو چارو ته متوسل شو. نو موږ به د هر ډول ناڅاپي پېښو پر وړاندې چمتو وو، ځکه د ملګرو ملتونو سازمان خبردارې ورکړی، چې نړۍ ممکن د کورونا وبا له امله د ګواښوونکی لوږې سره مخ شي. په دې صورت کې غوره ده، د داسې تورو ورځو لپاره هر څه ډېر خواړه ذخیره کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.