د سریلانکا کورنی لیګ نوومبر میاشتې ته وځنډول شو

ټاکل شوې وه، د سریلانکا کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د رواني جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شوی وای او د راتلونکي اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه پای ته رسېدلای وای، خو اوس تازه د سریلانکا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سیالۍ د کورونا ویروس له امله وځنډول شوې.

دې بورډ پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، دا لیګ به اوس د نوومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل او د ډیسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه به پای ته ورسیږي.

یاده اعلامیه کې ویل شوي، د سریلانکا کرکټ بورډ شورا؛ ځکه دا پرېکړه کړې، ترڅو دې لیګ کې د ګڼ شمېر هیوادونو څخه مخکښه لوبغاړي ګډون وکړي.

 

 

ددې لیګ بولې او پکې افغان لوبغاړي

 

سریلانکا کرکټ بورډ لاتراوسه ددې لیګ د بولي مراسمو رسمې نېټه نده اعلان کړې، خو څو ورځې وړاندي یې د افغانستان په ګډون د بېلابیلو هیوادونو څخه د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې ددې لیګ بولي ته یې نوملیکنه کړې ده.

اصغر افغان، محمد شهزاد، نجیب‌الله ځدران، نوین‌الحق، عثمان شینواری، رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځ او قیس احمد هغه ۸ افغان لوبغاړي دي، چې ددې لیګ بولي ته یې نوملیکنه کړې ده.

 

د سریلانکا لیګ لومړی پړاو او پکې لوبېدونکي افغان لوبغاړي

 

د سریلانکا هیواد د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰م کال د نوومبر میاشتې له ۱۶مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر ۱۶مي نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د ګډونوالو پنځو لوبډلو له ډلې «جفنا» اتلولۍ ته ځان ورساوه.

په دې لیګ کې تېر کال ۷ افغان لوبغاړي کریم‌خان صادق، نوین‌الحق، رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، سمیع‌الله شینواری او افتال عالم اخیستل شوي وه، خو یو شمېر یې ولوبېدل او یو شمېر افغان لوبغاړو ته یې بیا چانس ورنه کړ.

۱ـ کریم خان صادق: کولمبو لوبډلې اخیستی و.

۲ـ قیس‌احمد: کولبمو لوبډلې اخیستی و.

۳ـ نوین‌الحق: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۴ـ رحمن‌الله ګربز: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۵ـ حضرت‌الله ځاځی: ګالي ګلډیټرز لوبډلې اخیستی و

۶ـ سمیع‌الله شینواری: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.

۷ـ افتاب عالم: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.