ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

بې نومه ډوډۍ (لنډه کیسه)

لیکنه: ياران

لیکنه: محمدنور شاهین

آسمان خپل مخ په ګردونو پوښلی و، سپینې ملغلرې د خدای ج امر ته په تمه وې، څنګ ته مې داسې ځوانان تېرېدل چې د هر یوه پر تن به رنګینې جامې وې.

له اوږو نه مې بوجۍ را کښته کړه، خوله مې پرې خلاصه کړه، تر نیمایي مې زیات پلاستیکونه راټول کړي وو، خپلو لاسونو ته مې وکتل، داسې تور شوي ول، لکه په مبلینو کې دې چې کښته کړي وي.

لاسونه مې پر خپلو جامو تېر کړل، خو تر لمنې څو ځایه بند شول، وروسته مې پر خپلې سورۍ سورۍ لمنې کې ومروړل، لمنه مې نوره هم توره شوه، لاسونه مې پاک نه شول، خو بیا یې هم خپل رنګ زما پر کالیو  پرېښود.

د بوجۍ خوله مې تاووله، په سپین رنګ کې چې تور غټ غټ ټایرونه یې درلودل، موټر ودرېد.

د دویم سیټ دروازه پرانیستل شوه، تور بوټان چې ګرد، پرې نه ښکاره کېده پر ځمکه  کېښودل شول.

پورته مې ورته وکتل، له سپينو کالیو سره یې تورې کورتۍ او په سترګو یې تورو عینکو ځوانۍ ته لا ښکلا ور بښلې وه.

د خدای ج داد ته حیران شوم، چې څومره ښکلې څېره یې ورکړې ده.

بوجۍ مې پر اوږو  واچوله، سر ته مې د افسوس څو ټکانه ورکړل، له خپل ځای څخه مې دوه قدمه نه وو پورته کړي، چې له شا مې د یو چا غږ تر غوږو تېر شو:

ـــ ودرېږه!!  و ناځوانه چېرته ځې؟

ـــ باور مې نه کېده چې ما ته وایي، په نه زړه مې مخ ور واړاوه.

سړی یو قدم نور هم رانږدې شو، له سترګو یې عینکې لرې کړې، لاس یې را اوږد کړ او ورسره سم یې وویل:

ـــ لکه چې زه دې ونه پېژندم؟

د ده له دې خبرې سره سم مې په مغز کې د ده د څېرې اړوند نورې څېرې، لکه د برېښنا په څیر یو په بل پسې تېرې شوې، خو دی مې پکې ونه لیده.

زړه مې نه غوښتل چې په خپلو تورو لاسونو د هغه د سپینو لاسونو رنګ ور تور کړم، په همدې سوچونو کې وم، چې خپل لاس ته یې ټکان ورکړ، ما هم بې له ځنډه خپل لاس د هغه په لاس کې ور کېښوده، له دوه درې ځلې ښورولو وروسته یې زما لاس را پرېښوده.

له یوې کوچنۍ مسکا وروسته یې وویل:

ـــ زما نوم سردار دی زه ستا د پلار د تره لمسۍ یم، زه او ته په کوچنیوالي کې ډېر کلک ملګري وو، دا څو ورځې مې ته لیدلې چې تا به پلاستیکونه ټولول، خو نن مې له څېرې څخه وپېژندلې او در پسې راغلم چې له ما سره لاړ شې او په خپل دفتر کې درته وظیفه درکړم.

سړی مې ونه پېژانده؛ خو خبرو یې ډېر خوند راکړ او د وظیفې نوم مې چې واوریده، داسې خوږ راباندې ولګېد لکه څوک چې راته ووایې، د مور ناروغي دې ښه شوه.

سړی موټر ته ور پورته شو، ما مې خپلې بوجۍ ته وکتل، خوله یې نیمایي خلاصه وه، زر مې د سړک په څنګ کې کېښوده او سړي پسې موټر ته ور وختلم.

په ژوند کې مې  لومړی وار و چې په یوه داسې ښکلي موټر کې کېناستم. سیټونه یې ډېر پاسته ول، ځان مې له ډېرو همزولو څخه غوره ګاڼه، چې خپلو خیرنو جامو ته به مې نظر شو، بیا لکه خزان وهلې پاڼه داسې به غونجې شوم.

په څنګ کې مې سردار،  موټروان ته وویل:

ـــ موټر لږ تېز کړه، زما ملګری به وږی شوی وي.

دا خبره مې چې واورېده، داسې وږی شوم لکه دوې ورځې مې چې خوراک نه وي کړی او په دې کې وم چې زر ورسېږو.

له لږ څه مزل وروسته، موټر په یوه لویه کوڅه کې راتاو شو او یوې لويې دروازې ته چې ژېړ رنګ یې درلود،  ودرېد.

موټروان د موټر هارن ته زور ورکړ، د سترګو په رپ کې، د دروازې دواړه پلې زمونږ په طرف خلاصې شوې، موټر یې په تم ځای کې ودراوه، سردار مخ راواړاوه:

ـــ را کښته شه، کورته راورسېدلو.

له موټر څخه راکښته شوم، سترګې مې په هغو کسانو ولګېدې، چې لاسونه یې د سلام لپاره خپلو سرونو ته نږدې کړي وو.

وروسته مې په هغه شین رنګه اته پوړیزې ودانۍ  سترګې ولګېدې چې زه یې په غولي ولاړ وم، ډېره لوړه وه، چې له حیرانۍ مې سترګې رډې او خوله خلاصه پاتې شوه.

سردار خپلو کسانو ته وویل:

ـــ ژر شئ زما ملګري ته ډوډۍ تیاره کړﺉ!

سردار دوه قدمه مخکې لاړ، شا ته یې را وکتل، په نرۍ مسکا یې خپلې شونډې سره لرې کړې او ویې وویل:

ـــ راځه ولې ودرېدې؟

بې له دې چې ځواب ورکړم، زر یې څنګ ته راغلم او قدم په قدم ورسره روان شوم.

په څنګ مې بعضې کسان ول، چې ما ته یې  په ډېرې حیرانۍ کتل، چې هر یوه ته یې زما غوسه راتله، خو دوی هم ملامت نه ول، زما خیرن بدن او په یو داسې ښایسته محل کې، د دوی له رییس سره زما تګ ډېر حیران کړي و.

په څنګ کې مې شین چمن، ښایسته رنګارنګ ګلان ول، چې یو کس یې د وچو پاڼو په لرې کولو بوخت و.

سردار یوې لویې خونې ته، چې ماته یې د صالون په نامه را وپېژانده، د ننوتو وویل.

خونې ته په لومړي قدم اخیستو سره یو ځل بیا، زما سترګې رډې او خوله خلاصه پاتې شوه.

د خونې چت ته مې وکتل لوی لوی برقونه چې شرنګاني ترې زنګېدل رنګارنګه رڼا پاشله.

سردار راته په یوې داسې چوکې د کښیناستو وویل، چې مخې ته یې لوی میز و.

وروسته د سردار په امر څو کسانو بېلابېل خواړه زما مخې ته کېښودل، چې ما په ژوند کې هم نه وو لیدلي.

په ټولو تیار کړل شویو خوړو کې مې یوازې سور کړی چرګ وپېژانده، لاس مې ور اوږد کړ، زر مې خپلې مخې ته کېښوده، په خپلو خیرنو لاسونو مې د ورون په بېلولو پیل وکړ، له ډېر زور وروسته هم ورون را بیل نه شو، اخر مجبور شوم، ټول چرګ مې خولې ته را جګ کړ.

سم مې چې خوله خلاصه کړه، په اوږه مې چا لاس کېښوده او ویې خوځولم. د سردار غږ مې په غوږو کې انګازې شروع کړې:

ـــ  خواړه نور راوړي که بس دي، خواړه نور راوړي که….

یو ځل بیا مې چا اوږه په تېزۍ سره وښوروله، چې سترګې مې خلاصې کړې، مخې ته مې مور ناسته وه، په حیرانۍ یې راته وویل:

ـــ څه درباندې شوي دې زویه څومره مې وښورولې، خو تا هېڅ غږ نه کاوه، لاړ شه لږ پلاستیکونه را ټول کړه، یو لپه اوړه پاتې دي، هغه به پرې پاخه کړم.

مور مې جګه شوه، خپلې تورې بوجۍ ته مې فکر شو، چې خپله تشه خوله یې د آسمان په طرف نیولې وه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ