مارچ 5, 2021

لنین هم د کرونا وایروس ښکار شو

ژباړه: نسیمه محمدي
د  شوروي انقلاب مشر هم د کرونا وایروس له قربانیانو سره یو ځای شو<
تمه وه د ولادېمېرایلیچ اولیانوف، لنین مجسمه، د نوموړي د زوکړې په ۱۵۰مې کلیزې کې د آلمان هېواد، ګلزنکېرشن ښار کې ځای پر ځای شي، خو د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله وځنډېده.
د آلمان مارکسیسټ- لنینیسټ(MLPD) ګوند بریالی شو، هغه څه چې نن ورځ په روسیه کې د شوروي اتحاد کې نا ممکن ګڼل کېده، ترسره کړي. ژر ده د دې ګوند په غوښتنه د روسیې انقلاب مشر ولادېمیر لنین، مجسمه په ګلزنکېرشن کې کېښودل شي.
۳۰ کاله وړاندې د دوه آلمانونو له اتحاد وروسته، د آلمان په ډموکراټیک جمهوریت (ختیځ آلمان) کې د نړۍ د کارګرې طبقې مشر، زرګونه برونزي او مرمرینې لويې او وړې مجسمې جوړې او له ګټې پرته په انبارونو کې پاتې دي. خو په لوېدیځ آلمان کې د ولادېمیر ایلیچ اولیانوف(لنین) هېڅ ډول یاد څلی نه وو جوړ.
پرېکړه شوې وه چې د مارچ په نیمايي کې د لنین د ۱۵۰مې کلیزې په مناسبت د اپرېل په ۲۲مه د بلشویکانود مشر د ستاینې لپاره په لودېدیځ آلمان کې مجسمه وړاندې شي، تر څو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د نوموړي ملګري او پلویان د سور رنګه بېرغونو او شعارونو سره ګلزنکېرشن ته سفر وکړي او د کمونیزم د بنسټ ایښودونکي یاد ژوندی کړي؛ چې یو وخت یې آوازې د نړۍ په لر او بر کې خپرې وې.
په لوېدیځ کې د کارل مارکس مجسمه
تئوریسن او د کارګر یون مخکښ، کارل مارکس د لوېدیځ آلمان په (Trier) ښار کې زېږېدلی، چې د ګلزنکېرشن په ۲۵ کیلو مټرۍ کې پروت دی.
د کارل مارکس برونزي مجسمه دوه کاله وړاندې په تریر کې ځای پر ځای شوه. دا مجسمه د چین خلق جمهوریت د کارل مارکس ۲۰۰مې کلیزې کې د «مانیفیسټ کمونېست» لیکوال په ویاړ تریر ښار ته ډالۍ کړه. سره له دې چې هغه مهال د ښار اوسېدونکي او چارواکي د دې ډالۍ څخه چندان خوښ هم نه ول، خو د ادب له مخې یې بلاخره په زور ومنله. اوس مهال دا مجسمه د تریر ښار د موزیم مخې ته استوګنه ده.
اوس پوښتنه دا ده، چې لنین د ګلزنکېرشن سره څه اړیکه لري؟
د آلمان د مارکسیست- لنینیست ګوند مرکزي دفتر په دې صنعتي ښار کې دی.
لومړیو کې د ګلزنکېرشن ښار چارواکي هم د لنین د دوه مټره مجسمې له ایښودلو سره مخالفت درلود. په دې لامل چې دا مجسمه د ښار تاریخي ودانیو او څېرې ته زیان اړوي. په پای کې محکمه دایره او قاضیانو د کمونېست ګوند په ګټه رایه ورکړه، چې مجسمه دې ځای پر ځای کړي.
آلمانیان او لنین سره پېچلی تاریخ لري؛ په ۱۹۱۷م لنین له سویس، روسيې ته پر لار وو او د امر سره سم باید له ټوله آلمانه په سرپټي رېل ګاډي کې تېر شوای وای. اوس د ۱۰۳ کلونو په تېرېدو ایلیج یو ځل بیا د آلمان په سرپټې فضا کې ځای لري، خو دا ځل د ګلزنکېرشن ښار په یوه انبار کې، هغه ځای چې د څرګندېدو شېبې ته په تمه دی.
د مارکسیټ- لنینسټ ګوند پلویان باید همداسې د (لنین آزادۍ) شېبې ته په تمه پاتې شي.
په وروستیو ټاکنو کې دې ګوند ۳۷ زره رایې چې د ټولو رای ورکونکو ۱۰سلنه جوړوي، تر لاسه کړې.
که څه هم محکمې د مارکسیست- لنینیست ګوند په ګټه رایه ورکړه، خو دا ځل کرونا وایروس او کوويډ- ۱۹ ناروغي ده، چې په لودیځ آلمان کې د لنین مجسمې پرځای کولو ته ستونزه جوړه کړې. اوس مهال په ټول آلمان کې زیاتره فرهنګي او هنري پروګرامونه له همدې امله په ټپه ولاړ دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي