پوهنه ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که په لمانځه کې مو سوچ / فکر بل خوا ځي، دا لارې چارې عملي کړٸ!

لیکنه: ياران
ژباړه: عرفان لمر

١- مخکې د لمانځه څخه کينۍ او لږ ذکر وکړئ ، او يا د قرآن کريم تلاوت وکړئ، چې زړه او روح مو د الله ج د عبادت علاقه مند شي.

٢ – د لمانځه څخه وړاندې داسې وانګېرۍ چې ممکن دا زما وروستې لمونځ وي.

٣ – له ځان سره ژمنه وکړئ چې لمونځ به په عاجزۍ او پرته له هوش پرکۍ ترسره کوم.

٤ – تصور وکړئ چې د يو پياوړي او توانا ذات په وړاندې ولاړ او له هغه سره خبرې کوٸ.

٥ – په لمانځه کې ډيره پاملرنه په عاجزۍ وکړئ او خپل ځان د هغه رب په وړاندې حقير او محتاج احساس کړئ.

٦ – آهسته او په آرامتيا سره د لمانځه کلمات ولولٸ.

٧ – هر هغه څه چې په لمانځه کې لولۍ معنا ته يې پام وکړئ.

٨ – مخکې له لمانځه که وږي يا تږي ياست يو څه وخورٸ، ترڅو په لمانځه کې ستاسو د بيړې سبب نشي، خو کوښښ بايد وشي چې په ماړه نس لمونځ ونشي.

٩ – په ارام او يوازې ځاى کې لمونځ وکړئ.

١٠ – د لمانځه په ځاى کې بايد مخې ته مو انځور، ټلوېزيون او داسې شى، چې د پام وړ ګرځي، نه اوسي.

١١ – کوښښ وکړئ د رب عاشق اوسئ ځکه عاشق د معشوق سره د اندکه خبرو کولو لپاره هم شېبې شماري.

١٢ – حلال لاس ته راوړئ او حلال وخورئ.

١٣ – دا ذکر ډير واياست (لااله الا الله محمد رسول الله).

١٤ – مرګ له ياده مه باسئ، ځکه همدا مرګ دى چې انسان د غفلت له خوبه ويښوي او همدا مرګ دى چې د انسان نفساني خواهشات وژني.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ