فبروري 27, 2021

فوټبال؛ د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ سیالۍ هم پيل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ د ۸۹یم پړاو سیالۍ د کرونا وایروس له امله د مارچ میاشتې له ۱۰مې څخه درېدلې وې، چې یو ځل بیا تېره شپه له مینه‌والو پرته پيل شوې.
د لالیګا لیګ د ۲۷ اونیو سیالۍ ترسره شوې وې، خو د ۲۸مې اونۍ پر لوبو یې د کورونا ویروس له امله ځنډ ولګېد.
د دې لیګ د ۲۸مې اونۍ لوبو د پيل په لوبه کې پرون سویا د ریال بیټیس پر وړاندې او ګراناډا بیا ختافې پر وړاندې ولوبېده.
خو بارسلونا سبا شنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د مایورکا مېلمه ده او بل سبا یکشنبه ماخستن ۱۰ بجې بیا ریال ماډریډ د ایبار فوټبال لوبډلې پر وړاندې میدان ته کښته کېږي.
د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ ترڅنګ د ایټالیا سیر اې لیګ او د انګلستان پرېمرلیګ هغه دوه ستر لیګونه دي، چې په روانه جون میاشت کې به د کورونا ویروس وروسته یو ځلې بیا پيل شي.
د راپورونو له مخې د انګلستان پرېمرلیګ د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه او د ایټالیا سیر اې لیګ بیا د رواني جون میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلېږي.
په یادو دواړو لیګونو کې ګډونوالو لوبډلو وار له مخې تمرینونه ترسره کړي او ورته یې یو ځلې بیا پوره چمتووالی نیولی دی.
د دې دوو واړو لیګونو لوبې هم په لوبغالو کې له مینه‌والو پرته ترسره کېږي.
د لالیګا، سیر اې او پرېمرلیګ سیالیو ترڅنګ د جرمني بونډیسلیګا او د فرانسې لیګ یو، هغه پنځه د فوټبال لیګونه دي، چې په نړۍ کې ډېر مینه‌وال لري.
د جرمني بونډسلیګا د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شوی، خو د فرانسې لیګ یو، بیا د یاد هیواد چارواکو له وخته مخکې پایته ورساوه او د نیمار لوبډله پاستژرمېن یې اتله اعلان کړه.
فرانسه، جرمني، اسپانیا، انګلستان او ایټالیا هغه اروپايي هېوادونه دي، چې کورونا وایروس سخت وځپل. دغه هېوادونه په اروپا کې د کورونا مرکزونه وګرځېدل، خو اوس یې وضعیت د پام وړ ګرځېدلی او ورځنۍ پېښې پکې په پراخه کچه کمې شوې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب