موږ ته لوی ویاړ و، چې راشدخان راسره لوبډله کې ولوبېد

د پاکستان سوپرلیګ په شپږم پړاو کې د لاهور قلندرز لوبډلې اجرائیه رئیس سمین رانا په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان لوبغاړي راشدخان څخه مننه کړې، چې ورسره په لوبډله کې ولوبېد او د بریا په موخه یې ورسره زیاتې هڅي وکړې.

سمین رانا پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان د توپ‌اچونې ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلې یې دي، موږ ته دا یو لوی ویاړ و،  چې راسره لوبډله کې ولوبېدې او هیله لرو راتلونکی کال هم راسره لوبډله کې ولوبېږې.

هغه لیکلې:

«ستاسو له ټولو هڅو مننه، چې د لاهور قنلدرز لوبډلې لپاره ولوبېدې او ددې لوبډلې د بریا لپاره دي زیاتې هڅې وکړې، ستا لوبېدل موږ ته یو لوی ویاړ و او هیله لرو راتلونکي کال کې هم راسره لوبډله کې یوځای ولوبېږې.»

 

 

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او پکې راشدخان

 

د پاکستان سوپرلیګ د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه نېټه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې په پایلوبه کې یې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپیر ماتې ورکړه.

په یاد لیګ کې راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې لاهور قلندرز لپاره ټولې اته لوبډلې وکړې او په یادو سیالیو کې یې ۱۱ ویکټې واخیستې، چې د زیات ویکټ اخیستونکو په لیست کې لسم مقام کې شتون لري.

راشدخان په دې لیګ کې د غوره توپ‌اچونې په مټ غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی وپېژندل شو، چې د توپ‌اچوني ایکانومي یې ۵،۴۷ وه.

ددې ترڅنګ په یوه لوبه کې هم ترټولو غوره توپ‌اچونه د راشدخان ده، چې د شلو منډو په ورکولو سره یې پنځه لوبغاړي وسوځول.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ