سپورټ کرکټ وزش او تمرین

لاهور قلندرز کرکټ لوبډله د پي اېس اېل پایلوبې ته ورسېده

 

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د فبروري په ۲۱ مه په پاکستان کې پېل شوې وې، د تېرې شنبې په ورځ د نومبر په ۱۴ مه یې مهمې یا پلی اف لوبې پیل شوې.

یادې لوبې د مارچ میاشت په ۱۶ مه د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وې او همغه وخت د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې پاتې څلور لوبې به یې وروسته ترسره شي.

د شنبې په ورځ پلی اف یا پایلوبې ته د تګ په موخه لوبو کې ملتان سلطان او کراچۍ کېنګز په غوراوي یا کوالیفایر لوبه کې مخ شوې.

کراچۍ لوبډلې پکې ملتان سلطان ته ماتې ورکړه او کراچۍ کېنګز مستقیما پایلوبې ته ولاړه.

ملتان لوبډله هم د شنبې په ورځ له سیالیو نه وه بهر شوې، ځکه د نومرو په جدول کې یې مهم ځای نیولی و او له همدې امله بله موقع ورکړل شوه.

خو دویمه لوبه چې د تېرې شنبې په ماخستن د پېښور زلمي او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شوه، لاهور قلندرز د محمدحفیظ د ۷۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۷۱ منډې هدف پوره کړ او پېښور زلمي ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

د دې لوبې په بري سره لاهور لوبډله پایلوبې ته یو قدم نوره هم نږدې شوه؛ خو پېښور زلمي لوبډله له سیالیو بهر شوه.

د یکشنبې په ماخستن ملتان سلطان او لاهور قلندرز لوبډلو پایلوبې ته د تګ په موخه لوبه وکړه.

دې لوبه کې لاهور قلندرز لوبډله په ۲۵ منډو بریالۍ شوه او پایلوبې ته ولاړه.

ملتان سلطان لوبډله له سیالیو بهر شوه او ټورنمنټ کې یې درېیم ځای خپل کړ.

سبا د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۱۷ مه کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په اتلولي سره لوبېږي.

په دې دواړو لوبډلو کې تر اوسه یوې هم اتلولي نه ده ګټلې او که هره لوبډله اتلولي وګټي، دا به یې لومړی ځل وي، چې د قهرمانۍ تر کچې رسېږي.

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو اتلولۍ

د پاکستان غوره کرکټ لیګ ( پي اېس اېل ) په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوی دی، چې لومړی ځل پکې ۵ لوبډلې ولوبېدې.

۲۰۱۶ کې یې اتلولي اسلام اباد یونایټېډ وګټله او کوېټې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

دویم پړاو کې پېښور زلمي لوبډلې کوېټې ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او د پایلوبې په ګټلو سره پېښور زلمي لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.

۲۰۱۸ کې اسلام اباد یونایټېډ پایلوبه کې پېښور زلمي ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه او اسلام اباد دویم ځل اتلولي ترلاسه کړه.

۲۰۱۹ کې کوېټې لوبډلې پېښور زلمي ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه او کوېټې هم لومړی ځل اتلولي خپله کړه.

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ