د انګلستان پخوانۍ مستعمره؛ پاکستان!
دغه هېواد، چې مخالفین یې په سیمه کې د انګلیسانو په لاس جوړه شوې سرطاني دانه ګڼي، تراوسه د خپل اصلي لارښود (انګلستان) په پيروۍ روان دی.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي، خو ملي ژبه اردو ده.
په همدې دلیل د پاکستان په ډېرو ادارو کې رسمي ژبه انګلیسي ده.
هلته قوانین هم ترډېره د انګلیسانو په لاس جوړ شوي، ځکه خو د پاکستان مخالفین پاکستان په سیمه کې د انګریزي امپراتورۍ یوازینی ژمن او لاس په نامه ولاړ وارث ګڼي.
د لاهور محکمې ریکارډ
د لاهور محکمه، چې د پاکستان په نوم د هېواد له جوړیدو هم لسګونه کاله وړاندې موجوده وه او د انګریزي امپراتورۍ تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، په تازه او ریکارډ جوړونکي ګام کې یې خپله یوه تازه پریکړه د انګلیسي پرځای په اردو ژبې صادره کړې ده.
د لاهور محکمې عمر ځینو پاکستاني رسنیو یو نیم سل کاله ښودلی.
که دا ادعا سمه وي، بیا کیدای شي ووایو چې دغه محکمه د پاکستان له عمر څخه هم شا او خوا ۸۰ کاله مشره ده.
پاکستان د شاوخوا اویا کلونو تاریخ لرونکی هېواد ګڼل کیږي.
له هرکلي سره مخ شوې پریکړه
د پاکستان یو شمېر رسنیو او فرهنګي کارپوهانو د ژبې د انتخاب له پلوه د لاهور محکمې د یادې پریکړې هرکلی کړی دی.
دوی هیله مندي ښودلې، چې دغه پریکړه به د اردو ژبې د پياوړتیا لپاره ګټوره ثابته او نورې ادارې به هم د دغې ژبې د رسمي کیدو لپاره هڅو ته تشویقې کړي.
ولې اردو ته پاملرنه؟
پاکستان له محدودو هغو هېوادونو ګڼل کیږي، چې د ملت کیدو لپاره لازم طبیعي او قانع کوونکي دلایل نه لري.
دغه هېواد نه واحده جغرافیه لري، نه واحده ژبه، نه واحد ملت او نه یې د قلمرو په اړه د نظر واحده رایه موجوده ده.
د پاکستان د چارو شنونکي له دغه اړخه د پاکستان پاشلتیا هر وخت ممکنه او اسانه ګڼي او باور لري، چې پکې د قومي تربګنیو او بېلتون غوښتنې تاوده شوي فعالیتونه تر ډېره له همدغې غیر طبیعي جغرافیې او ناواحد ملت څخه سرچینه اخلي.
شنونکي باوري دي، چې اردو ژبې ته د پاملرنې له هڅو د پاکستان نیت دا دی، چې په دې ډول ځان د ملي ژبې څښتن او خپل راتلونکي نسلونه د خپل غیر طبیعي جوړښت د منلو او دوام لپاره قانع کړي.
خو دوی دا هم وایي، چې د ورته هڅو کامیابول او ځانته د جعلي هویت او تاریخ جوړول به د پاکستان پوره کیدونکي ارمانونه نه وي.
د خوشحاله او نېکمرغه کورنۍ درلودلو لپاره څو اړین ټکي
داسې ډېري کورنۍ شته چې ترمنځ یې جنجالونه او ستونزې شتون لري او وجه یې دا ده چې درناوی، مینه او صمیمیت نشته او د دې نشتون ځینې لاملونه لري لکه: ـ کوم کور ... نور ولولئ