اپریل 17, 2021

لغمان – قرغیو کې د شېدو ټولولو ستر مرکز جوړیږي

راپور: بشر درویش
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله وايي، د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
سرچینې ویلي؛ دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شېدې د ټولولو په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.

په مستقیم ‌ډول د شیدو ټولول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکو په واک کې یې ورکوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي