مارچ 2, 2021

لغمان: د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې او زیرمتونونه جوړیږي

راپور: بشر درویش
په لغمان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره پرون ددې ولایت د والي، سیمه ییزو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کې کېښودل شوه.
د کرنې وزارت وايي، د مهترلام ښار اړوند د ده ملخ په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په غونډه کې، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وویل:

«د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوي دی.»

هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې لسګونه پروژې پلي کيږي.

لغمان کې لسګونه نورې ورته پروژې پيلیږي – د لغمان د کرنې رییس

د لغمان د کرنې رییس زیاته کړه:

«په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.»

د کرنیزو محصولاتو خوندیتوب

په ورته وخت کې د لغمان والي محمدآصف ننګ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د لغمان ولایت اوسیدونکو لپاره یو ښه فرصت دی او ممیزخونو، زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

دې پروژه کې بزګرانو ته سارک خونې او زیرمتونونه جوړیږي

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژه او هدف

د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، لوګر او نن په لغمان ولایت کې پیل شوې.
کرنې وزارت وايي، د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي