اپریل 14, 2021

له زېږون وروسته د رحم د راټولېدلو مناسب ورزشونه

Advertisements
ژباړه او راټولونه: نسيمه محمدي

له زېږون وروسته د ميندو بدن د يو لړ تغييراتو سره مخ کېږي، چې لومړي حالت ته بېرته ګرځېدلو ته وخت غواړي.
د ولادت په خلاصېدلو سره، د رحم شديد انقباضات ختمېږي، خو د رحم راټولېدل او طبيعي خونريزي اتقباض ته اړتيا لري، چې رحم منقبض کېدلو ته دوام ورکوي. ممکن لږ دردناک اوسي چې د پس دردۍ په نامه يادېږي او دغه وخت ماشوم ته شيدې ورکول د رحم په منقبض کېدلو کې خورا ګټور تمامېږي.
د زېږون په لومړيو ورځو کې رحم درې ګوتې له نامه ښکته احساسېږي. يوه اونۍ وروسته، رحم ٥٠٠ ګرامه، دوه اونۍ وروسته ٣٠٠ ګرامه او په بشپړه توګه په لګن کې ځاى نيسي. تقريبا څلور اونۍ ورسته رحم ١٠٠ يا هم ٧٥ ګرامه وي چې دا چاره د رحم د راټولېدلو په نامه يادېږي او په همدې(يو موټي) په اندازه پاتېږي. شايد تر يو وخت تاسې امېندواره تر سترګو شٸ، چې لامل يې د اومېندوارۍ پروخت د نس د عضلاتو کشش دى او راټولېدل يې وخت غواړي.
له زېږون وروسته سست او ځوړند رحم طبيعي چاره ده. خو د رحم د انقباض لپاره څه بايد وشي؟ آيا داسې لاره چاره شته چې نس کوچنى او لومړي حالت ته وګرځي؟ آيا ورزشي تمرينونه اغېزناک دي؟ او له زېږون څومره وخت وروسته بايد ورزش پيل شي؟
دا پوښتنې زياتره مېرمنې له زېږون وروسته لري، په دې اړه لا زيات معلومات د ليکنې په دوام کې ولولٸ.
له طبيعي/ نارمل زېږون څومره وخت وروسته ورزش کولاى شو؟
نارمل او طبيعي زېږون، د سيزارين/ عمليات په پرتله سخت دى، خو همدا چې دا مرحله ختمه شي، د سېزارين په پرتله هوسا دى. ځکه په نس کې د بخۍ/ کوک هېڅ زخم نشته او يوازې شايد واژن بخۍ يا کوک ولري.
د طبيعي زېږون وروسته د رحم د انقباض او راټولېدلو لپاره ځينې ورزشونه شته او له څلورمې اونۍ/ يوې مياشتې وروسته هېڅ ستونزه نه پېښوي.
که ورزش هرڅو وروسته پيل کړٸ، نو د رحم منقبض کول تاسې ته سختېږي. د امېندوارۍ پر وخت د نس د عضلات او بافتونه د جلا کېدلو له امله، بهر لور حرکت کوي. له بل پلو د جنين د ودې لپاره ساحه پراخېږي، وړې او غټې کولمې خپل ځاى بدلوي او مخ خواته حرکت کوي. البته هورموني تغييرات هم د نس د متصلو بافتونو د کشش/ الاستيکيت د لمنځه تللو سبب کېږي، ترڅو جنين په ښه توګه ساه واخلي.
که ورزش د زېږون څخه شپږ مياشتې وروسته وځنډوٸ، نو د نس کوچني کول به درته ستونزمن شي.
له زېږون وروسته د رحم د انقباض لپاره ورزشونه عبارت دي له:
د کګل ورزش

يو له غوره ورزشونو څخه چې د رحم د راټولېدلو سره مرسته کوي، کګل ورزش دى. دا ورزش د مېرمنې د لګن د عضلاتو پياوړي کېدلو سره مرسته کوي. د دغه ورزش لپاره پر ځمکه کيڼ اړخ ته وغځېږٸ. لاسونه د بدن اړخ ته ونيسٸ.
زنګنونه راټول کړٸ پداسې حال کې چې د پښو تلي مو د ځمکې پر مخ وي. اوس هڅه وکړٸ سرين له ځمکې پورته کړٸ. داسې چې ستاسې تنه له ځمکې په بشپړ ډول ١٠ سانتي متره پورته شي. ١٠ ثانيې همداسې پاتې شٸ او وروسته ورو لومړي حالت ته وګرځٸ. دا ورزش د روځې لږ تر لږه شل ځلي تر سره کړٸ.

د ديافراګم تنفس تر سره کول


ديافراګمي يا ژور تنفس، هغه تمرين دى، چې له زېږون څو وروځې وروسته يې پيلولاى شٸ. دا چاره نه يوازې دا چې اسټرېس کموي، بلکه د ورزش کولو لپاره د بدن انرژي هم زياتوي. د زېږون له دويمې اونۍ د ژور تنفس او کيناستلو او غځېدلو ورزش ترسره کړٸ.
د دغه ورزش ترسره کولو لپاره پر توشکې اوږده وغځېږٸ او بدن مو سست کړٸ. تمرکز لومړى د پښو آزادولو څخه پيل او د سر سره يې ختم کړٸ. يو لاس په سينه او بل لاس په نس کېږدٸ. اوس د پوزې له لارې ساه واخٸ، چې نس پورته لاړ شي. ٣ ثانيې په سينه کې نفس قيد او وروسته په آرامۍ بهر کړٸ.
دا ورزش د ٢-٣ دقيقو لپاره له ځنډ پرته تکرار کړٸ.

پلى تګ


له زېږون وروسته د رحم د تقبض لپاره يوه طبيعي لاره پلى تګ دى. دا سپک ورزش د هغو ميندو لپاره چې طبيعي زېږون تېر کړى وي، له دويمې اونۍ پيل شي. ورسره د څو مياشتو لپاره د ورځې يو ساعت ترسره شي. مخ په لوړ پلى تګ، د رحم او نس د کوچني کېدلو لپاره ډېر اغېزناک دى. که د زياتې ستړيا له امله د حرکت توان نه لرٸ، د ١٠-١٥ دقيقو لپاره دمه وکړٸ او وروسته يې بيا پيل او بدني وړتيا لوړه کړٸ.

د پنډوسکې سره د مرغۍ حرکت


د طبيعي زېږون لپاره د لګن دا ورزش د بدن د ثبات سره مرسته کوي او د امېندوارۍ له امله د ملا درد آراموي. د دغه ورزش لپاره يو توپ/ پنډوسکې ته اړتيا لرٸ. د توپ پرمخ ځان وغورځوٸ داسې چې ټوله نيمه تنه ونيسي. بدن بايد په مستقيمه کرښه باندې اوسي. اوس د لاسونو ورغوي د ځمکې پرمخ کېږدٸ او د پښو ګوتې هم بايد ځمکه لمس کړي.
سر د ځمکې سره موازي ونيسٸ او په ورته وخت کې کيڼه پښه او ښي لاس پورته يوسٸ. دوه ثانيې ځان په همدې حالت وساتٸ او بيا په آرامۍ سره لومړني حالت ته راشٸ. دا حرکت ٢٠ ځلي دواړو خواوو ته ترسره کړٸ.

د پشو او غوا ورزش


له زېږون وروسته د رحم راټولېدلو لپاره د پشو او غوا ورزش دى. دا ورزشي حرکت د ملا درد کمېدلو، اروايي ارامښت او د وينې د ښه جريان سبب ګرځي. همدارنګه د رحم د انقباض او د ستون فقرات د تحرک سبب هم کېږي.
د دغه ورزش لپاره په څلورو پښو او لاسونو شٸ. د ملا تير بايد شل/سست کړٸ او سر د ځمکې په لور ونيسٸ. د لاسونو بندونه مستقيما د اوږو لاندې او زنګنونه د لګن/ سرين لاندې ونيسٸ. د پښو برخه کې هم بايد په پنجه ودرېږٸ.
د دغه ورزش لپاره بايد تل سر ښکته او د سينې په طرف يوسٸ. څو ثانيې همداسې پاتې شٸ او بيا د غوا وضعيت خپل کړٸ. دا ورزش د ٦٠ ثانيو لپاره په دوامدار ډول ترسره کړٸ.
د دغه ورزشونو په مرسته کولاى شٸ، خپله بدني ښکلا وساتٸ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




احمدولي هوتک یوځل بیا په کابل کې د بهرني سیال پر وړاندې لوبه کوي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک د روژې تر پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د بهرني لوبغاړي سره په کابل کې په قفس دننه لوبه ترسره کوي. ... نور ولولئ