اپریل 12, 2021

د تروخت وړاندې مړينې نوې نښې/ په ښي او کيڼ لاس کې د فشار د کچې توپیر

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

د پوهانو یوه نړيواله ډله دې پایلې ته رسېدلې ده چې که په ښي او کيڼ لاس کې د وينې د فشار کچه توپیر ولري، کېدای شي د ماغزو د سکتې، د زړه د حملې او په پای کې تر وخت وړاندې مړينې، نښې وي.
د دغې څېړنې پايلې د Hypertension په نشریې کې خپرې شوې دي. د مېټاانالیز څېړونکو د دغې څېړنې د پایلو د لاسته راوړلو لپاره يوه سيسټماټيکه بیا کتنه او د شمېرو له لارو څخه ګټه اخیستې. په دغه تحقیق کې ۲۴ بېلابېلې څېړنې ترسره شوې دي او نږدې ۵۴ زرو تنو له اروپا، متحده ايالاتو افریقا او اسیا څخه په کې برخه اخیستې.
څېړونکو هغه پایلې چې، په ښي او کیڼ لاس کې د وينې د فشار د کچې توپیر څخه لاسته راوړي دي، څېړلي او په وروستیو لسو کلونو کې يې د ماغزو د سکتې او زړه د حملې له امله د مړينو کچه څېړلې ده.
څېړونکي وايي، که په کیڼ لاس کې د وينې د فشار کچه یوازې څو میلي مټره له ښي لاس سره توپیر ولري، د اندېښنې وړ نه ده او ان کېدای شي چې طبیعي وي. خو اندېښنه له هغه ځایه سرچینه اخلي چې د ښي او کيڼ لاس د فشار د کچې توپیر تر لسو میلي مټرو څخه ډېر وي.
د یادو څېړونکو په وينا له ۲۰ میلي مټرو څخه ډېر توپیر د سیستولیک فشار او یا لوړ فشار او له ۱۰میلي مټرو څخه ډېر توپیر د دياستولیک فشار او یا ټيټ فشار نښې دي. چې کېدای شي دغه ستونزه د مټو د اصلي شريانونو د بندښت او یا د محيطي شريانونو د ناروغۍ نښه وي او د ماغزو د سکتې او یا د زړه حملې لامل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب