دردونکې پېښه؛ له واده وړاندې د ناوې مړينه

يوه مصرۍ ناوې د واده له مراسمو څو ساعتونه وړاندې، د قلبي سکتې له امله مړه شوه.
د مصر د يوم٧ ورځپاڼې د راپور سره سم، په دغه هېواد کې يوه ځوانه ناوې د واده د مراسمو له پيلېدلو څو ساعته وړاندې د زړه حملې له امله مړه شوه.
دا پېښه د بني سوٸف ښار د دغه هېواد په مرکز کې پېښه شوه.
د ورځپاڼې د ليکنې پر اساس، د دغې ٢٨ کلنې ناوې خپلوانو نوموړې په کوټه کې بېهوښه وموندله.
ويل شوي چې هغه د زيات وخت لپاره له کوټې بهر نشوه او د دروازې په ټکولو يې هم، کوم غبرګون ونښود. په پاى کې کورنۍ اړ شوه، چې کوټې ته دنننه شي.
هغوى د ناوې بې روحه جسد وليد.
روغتياپالانو يې د مرينې لامل د زړه حمله تشخيص کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ