له ستونزو تېښته، د حل لاره نه ده

ژباړه: خالد دانشيار سيدي

تاسې به له خلکو اورېدلې وي چې ژوند اسانه نه دی. هو رښتيا ده، که چېرې ژوند اسانه وای، خوندونه به يې نه و. ژوند له ټولو چارو سره د مبارزې په معنا دی، چې په يو وخت کې له مختلفو ستونزو سره مخ کېږو، خو بيا هم دا ځانګړی خوند لري.
موږ ټول په ورځني ژوند کې ډېرې ستونزې لرو، او ورسره مخ کېږو. اکثره وخت راته ډېره ستونزمنه وي چې دفتر ته لاړ شو او يا به کور کې ډېر وخت پاتې شو. کله چې ځينې کارونه له کنترول څخه ووځي، بيا فکر کوو چې دا هر څه پريږدو او ترې لرې لاړ شو.
ځينې وخت بيا دا ستونزمن وختونه دومره اوږده شي چې له خپل ژوند څخه کرکه لرو. موږ هره ورځ له ننګونو سره مخ يو. فکر کوو چې نور خلک به له موږ څخه غوره ژوند کوي. خپل ځان له هغو خلکو سره نږدې کوو چې په اړه يې فکرو لرو چې دوی غوره ژوند لري. مګر دا يې د حل لاره نه ده، دا يوازې له ستونزو څخه تېښته ده.
د روحاني ژوند لپاره، اړتيا نشته چې هر څه پرېږدو او د پير او بزرګ ژوند غوره کړو. مګر باید په خپل ځای پاتې شو او د ستونزو د حوارۍ لپاره هره ورځ کار وکړو او هېڅکله الله تعالی هېر نه کړو. مهمه نه ده چې تاسې چېرته ځئ، ځينې وخت ستونزې به کوچنۍ وي او ځينې وخت به لويې وي. له يوې ستونزې څخه تېښته به يوازې د ستونزې د حوارۍ واټن ډېر کړي.
يو هوښيار کس د ستونزې حل لټوي. کمزوري خلک ورڅخه ډډه کوي- البرت آئنسټين
په ورځني ژوند کې هره ننګونه د پرمختګ فرصت په توګه واخلئ. که په ما باور نه لرئ، نو د تېرې هرې ننګونې په اړه مو فکر وکړئ چې تاسې ورسره مبارزه کړې او پايله مو لاسته راوړې. دا يقيناً تاسې غښتلي کوي. دا يقيناً دا ځانګړتياوې درکوي چې مخکې مو نه درلودل.
هر کله چې له ستونزې سره مخ شوئ، يوازې د پای پايله يې تصور کړئ. يو ځل فکر وکړئ، که دا ستونزه هواره کړئ، څومره پرمختګ پرې کولی شئ.
ډېری وختونه ما لیدلې چې ځينې کارونه هېڅ چاره نه لري چې ويې کړو، بيا يې هم ترسره کوو. هره ورځ د ورته کارونو په ترسره کولو غوسه يو. ولې نه کارونه مو په سمه توګه ترسره کړو، چې ورڅخه خوند واخلو. په ياد ولرئ، تل يوه غوره لاره شته ده.
ډيری وختونه کله چې يوه ستونزه هواره کړو، نو په ورته ډول ستونزې په بل ځای کې راته خورا اسانه کار وي.
زموږ په ورځني ژوند کې ځينې ستونزې شته چې په هوارۍ سره يې زموږ پرمختګ پکې نغښتی دی.

آيا په دفتر کې له خپلو همکارانو سره ستونزه لرئ؟

په دې کار وکړئ. کله چې مو په دفتر کې د دې ستونزې د هوارۍ لاره پیدا کړه، بيا کولی شئ په ورځني ژوند کې ورته ستونزې حل کړئ، که په هر ځای کې ورسره مخ شوئ.

آيا ځان محدود ګڼئ، کله چې د ستونزې د هوارۍ لپاره فکر کوئ؟

ستونزه له مختلفو اړخونو څخه وګورئ. له ناکامۍ مه وېريږئ، دا به زده‌کړه درکړي. مګر ورته غلطۍ مه تکراروئ او زده‌کړې ته مو دوام ورکړئ.

آيا له عامه خبرو څخه وېره لرئ؟

که له عامه خبرې کولو څخه ويره لرئ، امکان لري چې په خپله کورنۍ کې هم له مشورې ورکولو څخه ويره ولرئ.

آيا له پيل څخه ويره لرئ؟

هېڅکله د پيل کولو چانس له لاسه مه ورکوئ. کله ناکله د احمق په څېر ښکارېدل بهتره دي، نه دا چې، پايله مو بې نتيجې وي.

آيا پرمختګ کوئ؟

که ډېره زده‌کړه نه کوئ، معنا دا چې تاسې ځان ته پرمختګ نه ورکوئ. خپل شاوخوا خلکو ته نظر وکړئ. يو شمېر خلک به وي چې تاسې يې د ستونزو د حل طريقې ستاينه وکړئ، نو بيا ته د څه لپاره په تمه يې؟ له هغوی سره نږدې شئ او ورڅخه زده‌کړه وکړئ.
هر کله چې يوه ستونزه هواره کړئ، د بريا او پرمختګ احساس به وکړئ. خپل غوره کار ته مو دوام ورکړئ. هېڅکله فکر مه کوئ، چې کومه ستونزه به حل نه لري. د انسانانو په څېر د ستونزو ډېرې حللارې موجودې وي. هڅه نه کولو څخه، ماته بهتره ده، دا ځکه چې:
هر مصيبت، هره ماتې او هر د زړه درد په معنا د تخم دی چې وکرل شي، پايله يې ښه وي – ناپليون هيل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ