ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

له پزې څخه د اوبو بهېدل عوامل او درملنه يې

لیکنه: شپنه سلګۍ
ژباړه: شپنه سلګۍ

د انسان له پزې څخه د اوبو څڅېدل بېلابېل دلایل درلودلی شي، خو په هغو هېوادونو کې چې په دې اړه ډېر پوهاوی نشته، خلک پرې د ریزش یا زکام ګومان کوي. خو د روغتیا په برخه کې بېلابېلو څېړنو ښودلې چې له پزې د اوبو څڅېدل ګڼ نور دلایل لري.

حساسیت

تر کورونو دننه او ازاده فضا کې د ګرد، خاورې، د کورنیو حیواناتو د وېښتانو په شان داسې ډېر شیان په انسانانو کې حساسیت رامنځته کولای شي.

د حساسیت نښې، پرنجی، سردردي او د ستوني درد دي. د یادو شویو شیانو استنشاق کولی شي چې د پوزې ځینې سوري تحریک کړي چې دې کار سره له پزې اوبه ووځي.

زکام د پزې مخاطي غشا د پړسوب سبب کېږي او په پام وړ اندازه بلغم زیاتوي.

له دغه ډول حساسیت څخه د ځان ژغورلو لپاره باید د پوزې د وچېدلو مخنیوی وشي او له خاورو او دوړو څخه ځان وساتل شي.

ریزش

ریزش یا زکام د پوزې په مخاطي غشاو کې التهاب رامنځته کوي. د دغې ساري بېمارۍ نورې نښې تبه، د عضلاتو درد، د بدن د حرارت کمېدل، سردردي، ستړیا او د پوزې بندیدل دي.

د ریزش په ویروس اخته کېدلو سره سم بیمار کولی شي چې د یوې یا دوو اونیو په دوران کې له دې ناروغۍ ځان خلاص کړي، خو د تبې او درد لپاره دې د درد د تسکین دوا واخیستل شي، خو په خپل سر دې له نورو دواګانو له اخیستلو ډډه وشي.

د هورمونو په تعادل کې بدلونونه

په بدن کې د ځینو هورمونو تعادل خرابېدل په پوزه کې د وینو د رګونو د خرابېدلو لامل ګرځي، خو حساسیت نه رامنځته کوي.

دغه بدلون ډېری وخت د بالغ کېدلو او د حاملګۍ پر وخت رامنځته کېږي. د دې ستونزې حل کولو لپاره د پوزې د رګونو د منقبض کولو لپاره ځینې دواګانې شته، خو هېڅکله باید د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي.

وچه هوا

وچه هوا کولی شي چې د پوزې مجراوې وچې کړي او په پوزې کې د مایعاتو توازن خراب کړي چې پاې کې د پوزې د اوبو په بهېدلو اوړي.

ډیری وخت دغه ستونزه په ژمي کې د کورونو د ډېرو ګرمولو له کبله رامنځته کېږي. د دې ستونزې هوارولو لپاره د بخار له ماشین (humidifier) څخه کار اخیستل کېږي او په کور کې دننه اوبه جوشول کېږي چې کوټه مرطوبه وساتي. کارپوهان وایي چې له کور څخه بهر باید په یخې هوا کې پوزه پټه وساتل شي.

د تنفسي مجرا او سږو ویروسونه

ډیری وخت د تنفسي مجرا او سږو بېمارۍ هم د ریزش په شان علایم لري.

دغه ویروس، چې ډېری وخت ډېر عمر لرونکي کسان او ماشومان پرې اخته کېږي، د پوزې په مخاطي غشاو کې التهاب رامنځته کوي چې له کبله یې د انسان له پوزې اوبه بهېږي.

دا ناروغي د وچ ټوخي، تبې، د ستوني درد او د سر درد په شان علایم لري.

د دې بیمارۍ څخه دځان ساتلو لپاره په کار ده چې پوزه په مالګې او یا هم د سیلین محلول لرونکو اوبو باندې پریمنځل شي.

همداراز ښه به وي چې د کور دننه هوا مرطوبه وساتل شي او له ګرد او دوړو څخه ځان لرې وساتل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ