ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه

له پېښې وروسته سټرس (PTSD) څه دى؟ په دې مرکه پرې غږېدلي یو

نن سبا ډېری افغانان په PTSD اختلال یا اروايي ګډوډۍ اخته دي، چې هم خپله ترې ځورېږي او هم یې کورنیو ته ستونزې پیدا کړي. وړاندې له دې چې قرنټین وضعه شي د استاد عظیمي د اروايي مشورو مرکز ته تللې وم او هلته مې یو کس ولید څلور میاشتې وړاندې غلو تښتولې وه او پيسې ترې لوټ کړې وې.

سړی د ۴۰ کلونو مالومېده او دا خبره یې کوله چې، تر اوسه یې هم په خوب او ويښه یاده پېښه ذهن ته ورځي او په هماغه اندازه یې ډاروي او داسې فکر کوي چې هغه پيښه پرون شوې او تازه پر تازه ده، ښایي موږ او تاسې ټولو په ژوند کې ګڼې پېښې لیدلې وي او یا خپله ورسره مخ شوي و اوسو.

دا پېښې ځينې عادي تېرېږي او موږ یې وروسته له څو وروځو هېرو او بېرته لومړي حالت ته ور ګرځو، خو ځینې وګړي دا پېښې نشي هېرولی او د پېښې انځور تر ډېره له ځانه سره ساتي او ورڅخه ځوریږي او دا ځورېدنې کله ناکله د وېرې، ډار او ناعادي کړنو لامل هم ګرځي چې دغه حالت ته په ارواپوهنه کې PTSD وايي، چې دا دی موږ په همدې اړوند د هېواد له وتلي ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې چې پوره مالومات به تاسو په کې ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد خدای دې وکړي، چې له شته آفتونو په امن اوسئ په سر کې که دا ګډوډي راوپېژنئ؟

استاد عظیمي: سلام تاسې د یاران کارکوونکو او لوستونکو ته، هیله مند یم چې روغ جوړ به یاست. له یوې پېښې وروسته سټرس یا (Post Traumatic Stress Disorder (PTSD د بېلابېلو نښو یو ترکیب دی او په هغو کسانو کې منځته راځي چې پېښه پرې تېره شوې وي، مثلاً طبیعي پېښې (سېل، زلزله، ځمکه ښویېدنه، اورلګېدنه، توپان او سونامي) جنګ، تاوتریخوالی (اختطاف، غلا، قتل، جنسي ځور، زورواکي او…) ناروغۍ او د خپلوانو له لاسه ورکولو څخه وګړو ته پيدا کېږي، چې بیا له دې پېښو وروسته اخته کسان قوي ذهني فشار تجربه کوي چې بیا بیاځلي تکرارېږي او ورځنی ژوند یې ګډوډوي او سالم نه وي.

پوپلزۍ: استاد د دې ګډوډۍ په اړوند ستاسو څېړنې څه دي؟

استاد عظیمي: د هغې څېړنې له مخې چې د امریکا په بوسټون روغتون کې ترسره شوه او وروسته یې جزیات د ماشوم او تنکیو ځوانانو یوې امریکایي آکاډمیکې اروايي او طبي مجلې خپاره کړل، ډېری ماشومان او تنکي ځوانان نشي کولای، چې د پېښو پر وړاندې له خپل ځانه ساتنه وکړي له همدې امله ډېر د دې ګډوډۍ تر خطر لاندې راځي.

د دې څېړنې پایلې ښیي چې ۶۱ سلنه هغه ځوانان چې له ۱۳ تر ۱۷ کلو عمرونه لري د خپل عمر په اوږدو کې لږ تر لږه یو ځل تر جنسي ځور، وهلو ټکولو، کورنیو تاوتریخوالیو، اروایي زیانونو، طبیعي پیښو او د خپلوانو د مرګ تر ناوړه پېښو لاندې راغلي له دوی څخه ۱۹سلنه یې درې یا تر دې هم ډېر ځله داسې پېښې تجربه کړي دي.

همدارنګه له جنسیتي اړخه ۷.۳ سلنه نجونې او ۲.۲ سلنه هلکان پر دې ګډوډۍ اخته دي، ۳۹ سلنه هغه کسان، چې د عمر پر اوږدو کې تر جنسي ځور لاندې راغلي وي او ۲۵سلنه هغوی، چې فزیکي ځور یې لیدلی وي وروسته پر PTSDهم اخته کېږي، د دې تر څنګ ۵۰ سلنه اسیران او ۱۵سلنه هغه کسان، چې ټکر یا بله ترافیکي پېښه یې کړي وي هم داسې سټرس تجربه کوي.

او دا ټول هغه څه دي، چې پرته له کومې څېړنې یې موږ شمېر په افغانستان کې هم ډېر اوچت انګېرو او دلته هم ورته پېښې په فعاله توګه شته او له موږ څخه قرباني اخلي دلته هم اختطاف شته، جنسي تېرى شته، جنګ هره ورځ د لسګونو افغانانو کور او ژوند سوځي، اسیران دلته هم په دولت او مخالفینو کې شته، د موټر ټکرونه او زلزلزې سېلابونه هر څه دلته هم وخت ناوخت پېښېږي چې ډېره برخه ناروغان له چاودونو او ځان مرګو څخه موږ ته مراجعه کوي او ویلی شوو چې دا ناروغۍ په ګڼو افغانانو کې شته او ځوروي مو.

پوپلزۍ: استاد پر دې ګډوډۍ اخته کسان کومې نښې تجربه کوي؟

استاد عظیمي: په خوب، منفي فکرو او تېرو بدو یادونو کې د پېښې بیا تجربه کول هغه لومړنۍ نښې دي چې په دې کسانو کې راڅرګندېږي هغه کسان، چې پر دې ګډوډۍ اخته وي په خوب کې هماغه پخوانۍ بدې پېښې ویني، چې دا بیا د خولې کېدو، زړه ټکان، او نورو لامل ګرځي او ښایي د اخته کس په ورځنیو چارو کې هم ګډوډي رامنځته کړي.

له ځینو چارو لکه موټر چلول، پلي تگ او د پېښې ځای ته له ورتګ څخه ډډه کول هم وي، چې ښایي وروسته پر عادت واړوي او اخته شخص ته کاري او احساسي ستونزې پیدا کړي. همدارنګه پر دې ګډوډۍ اخته کسان ژر ځورېږي، ډېرې غوسې کوي، خوب یې نارام وي او تل بد خوبونه ویني. د دې تر څنګ هېره، د ګناه احساس، منفي فکرونه او د انګېزې نه شتون هم تجربه کوي.

پوپلزۍ: استاد کومې چارې د دې ګډوډۍ لامل ګرځي؟

استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې د څېړنو له مخې اشاره ورته وکړه د دې ګډوډۍ لوی لامل پر کوچنیوالي کې تر جنسي ځور لاندې راتلل دي هغه کسان، چې داسې تجربې لري له نورو ډېر داسې حملو ته چمتو وي او پر دې ګډوډۍ اخته کېږي. په دویم قدم کې فزیکي ځورونې راځي وهل ټکول، زخمي کېدل او سزا لیدل ټول پر دې ګډوډۍ اخته کېدو کې رول لري.

سټرس راوړونکې تجربې، لکه د خپلوانو مرګ، ټکر، جګړه او تاوتریخوالي هم رول لري، همدارنګه د سټرس پر وړاندې د هورومونونو د تولید کچه او ډول، عصبي ستونزې، دردونه، عکسونه او فلمونه هم د دې ګډوډۍ په منځته راوړلو کې خورا رول لوبوي.

پوپلزۍ: استاد که څوک پر دې ناروغۍ اخته شي وروسته به څه پرې وشي؟

استاد عظیمي: زما په اند که د دې ګډوډۍ درملنه ونه شي ناوړه پایلې به له ځان سره ولري، ښایي اخته کس خپله دنده له لاسه ورکړي، زده‌کړو ته شا کړي چې دا یې نېغ په نېغه راتلونکی تر پوښتنې لاندې راولي، همدارنګه ښایي وېره او اضطراب یې ډېر شي او دا یې په ژوند کې بې ثباتۍ رامنځته کړي، مثلاً توګه کېدای شي د خپلې دې ګډوډۍ له امله واده ونه کړي له نورو سره اړیکې پرېږدي یا هم افراطي اړیکو ته مخه کړي او دا یې د تړاو لامل وګرځي او ژوند یې له بېلابېلو کړاوونو سره مخ کړي.

پوپلزۍ: استاد که په لنډو کې راته ووایئ چې څنګه یې مخنیوی وکړو؟

استاد عظیمي: د مخنیوي پروسه باید آن له ماشومتوبه راپیل کړو، د ماشوم د ساتنې لپاره پر هر چا باور ونه کړو له هر چا سره یې یوازې پرېنږدو، او تل یې پر اړیکو څار وکړو. له کورني دود څخه مو وهل ټکول، ځورول، سزاګانې او رټل لرې کړو او پر ځای یې مینه، محبت او جوړجاړی غوره وګڼو. که چېرې مو د کورنۍ پر یوه غړي پېښه تېره شوي وي د هغه مرسته او ملاتړ وکړو. له پېښو مخنیوی هم د دې ګډوډۍ په مخنیوي کې خورا ښه رول لري.

پوپلزۍ: استاد په تلو تلو کې یې د درملنې په هکله هم لوستونکو ته مالومات ورکړئ.

استاد عظیمي: له نېکه مرغه زموږ د اروایي سلامشورو مرکز کې د دې ګډوډۍ درملنه له لومړنۍ کتنې، مسلکي ټیسټ او د شدت کچې له مالومېدو وروسته پیلېږي او له نیکه مرغه ښه پایله یې هم لرله. د دې ګډوډۍ درملنه باید د مسلکي ارواپوه او سایکوټراپېسټ په وسيله وشي، ځکه ښایي اخته کس هم درملو او هم مشورې ته اړتیا ولري د مشورو له لارې په لومړیو کې د اخته کس په ذهن کار کېږي، خپله ګډوډي وپېژني او ویې مني، لږ تر لږه ورسره عادي شي او د پېښو یادول یا خوب کې لیدل جدي ونه ګڼي، تر دې وروسته حضوري مخامخ کول پیلېږي په دې ډول، چې کس د پېښو ځای ته بیول کېږي، چې یې کرار کراره حساسیت راټیټ شي او وروسته وکولای شي پرته له کومې ستونزې د هغو ځایونو پر وړاندې خپل منفي غبرګونونه راکم کړي البته د درملنې پر مهال سپورټ، ښه غذایي رژیم او د کورنۍ ملاتړ هم اړین دی.

پوپلزۍ: استاد له تاسو یوه نړۍ مننه چې تل مو په ژورو مسایلو په تفصیلي ډول خبرې راسره کړي او وخت مو راکړی او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسو کولای شئ دلته خپله له استاده د PTSD په اړوند نور موارد هم ووینئ او وګورئ:

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ