ژوند بڼه سینما او موسیقي کلتور او هنر له نړۍ

له سختې ماتې وروسته بېا راتګ: شاه رخ خان بل فلم جوړوي

لیکنه: ياران
ژباړه: عرفان لمر

د هندي سينما وتلى ستورى او د باليووډ بادشاه شارخ خان چې څو ورځې مخکې يې د ژوند ٥٥مه کليزه ولمانځله، چې د اماراتو خليفه برج باندې يې انځور تر څنګ نوموړي ته د کليزې مبارکي هم خپره شوه.

خو دا ځل وروسته د دوه کلن ځنډ شاه رخ خان د پټان په نامه فلم سره د سينما ډګر ته را دانګي.

شارخ خان چې د زيرو فلم په وړاندې کولو سره د سختې ماتې سره مخ شوى وو، شاوخوا دوه کاله د سينما له پردې لرې وو، خو تازه يې د خپلو مينوالو څخه د کليزې د لمانځلو د مننې په پار په يو ويډيو کې راڅرګند او خپلو مينوالو ته وايي ډير ژر به څو نوي فلمونه خپلو مينوالو ته وړاندې کوي.

په پټان فلم کې شاه رخ خان سره ډپيکا او جان ابراهيم هم لوبيږي.

هيره دې نه وي دا لومړى ځل دى چې شارخ خان او جان ابراهيم په ګډه يوه فلم کې کار کوي. نوموړى فلم به د ٢٠٢١م په اکټوبر مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ