مارچ 3, 2021

کونړ کې د ۸ بې سرپرسته ماشومانو کورنیو ته کاروبارونه جوړ شول

په کونړ ولایت کې د یو شمیر هغو ماشومانو کورنیو ته د کاروبار غم وخوړل شو چې سرپرست یې نه درلود او له بیکارۍ سره لاس و ګریوان ول.
د کونړ د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت د کډوالو، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په همغږۍ د یونیسف مرستندویه موسسې په مالي مټ او د بشري مرستو رسولو موسسې په تخنیکي همکارۍ د اته بې سرپرستو ماشومانو کورنیو ته د وړو کارونو فرصتونه برابر شول

هڅو ته پراختیا ورکوو

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د هېواد په نافذه قوانینو کې د ټولو اتباعو حقونه خوندي دي او له درندو کارونو د ماشومانو ژغورنې، بې سرپرسته ماشومانو د روزنې او کاري فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې به خپلو هڅو ته لا پراختیا ورکړي.

د بې سرپرسته کورنۍ لپاره جوړ شوی کاروبار – د رسنیو دفتر

نوموړي د ماشومانو د ملاتړ له ټولو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ د یونیسف او د بشري مرستو رسولو موسسې هڅې د قدر وړ یادې کړې او د دوی د همکاریو په لا پراختیایې ټینګار وکړ.
د رسنیو دفتر ویلي؛ په دغه مراسیمو کې د کونړ والي سربېره د عدالت خیریه بنسټ مشر، ادارو رئسانو او یو شمېر ځوانو فعالانو برخه اخیستې وه د بې سرپرستو ماشومانو د کورنیو لاس نیوي په برخه کې یاد پروګرام ګټور وباله او د ورته نورو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د توکو مرسته که کاروبار؟

په افغانستان کې دا یو عمومي دود ګرځیدلی چې مرستې یا د خیرات په کولو، یا هم د خوراکي او نورو توکو د ورکړې په ډول ترسره کیږي. په همدې ډول سره ډیرې مرستې ترسره شوي دي، خو ښه پایله یې نه ده ورکړې، ځکه لوی لامل یې دا دی چې دا یو دایمي کار نه دی، بلکې په موقت ډول سره د هغوی ځینې ستونزې حلولی شي، خو نه شي کولی هغوی تل له احتیاجه خلاص کړي، ځکه؛

  • دا هغوی ته کوم مصروفیت نه دی چې پرې بوخت شي او ژوند یې بریالی تیر شي یا له نورو ناقانونینو راوګرځي، ځکه تر ډیره پورې د جرم د ترسره کیدو یو غټ لامل پرلپسې وزګارتیا وي چې یو شمیر اشخاص جرمي ډلو ته هڅوي.
  • که د خوارکي یا نورو توکو مرستې ورسره وکړو، دا هغوی ته کوم عاید نه راوړي، یوازې مصرفیږي، اما که چیرته همداسې یو کاروبار ورته برابر کړو، نو هغوی سره مرسته کوي چې ډیره او حلاله ګټه لاسته راوړي او خپل کوچنی کاروبار وخت په وخت یوه لوی کاروبار ته بدل کړي.

له جوړ شوي کاروبار د کونړ د والي لیدنه – د رسنیو دفتر
  • که چیرته له خلکو سره د جوړ کاروبار همکاري وشي، یعنې داسې کاروبار چې د کورنۍ یې هم پرې خوښه وي، دا مرسته کولی شي چې د هیواد له اقتصاد سره نور اړخونه خو یې پریږده، ټکس او مالیې په برخه کې هم کومک وکړي. ځکه که ښار کې څه پلوري، دوکان نیسي، یا حتا کراچۍ کرایه کوي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول سره یې ګټه رسیږي.
  • همداسې ډیر نور…

نو پر همدې اساس ددې لپاره چې خلک له احتیاجه خلاص شي، په خپلو پښو ودریږي، نو د خیریه بنسټونو واله دې ورسره داسې مرسته وکړي چې کوچنی کاروبار ورته جوړ کړي، لکه کوچنی دکان، کراچۍ….
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي