بنوېشور کمار د راشدخان او ویلیمس څخه سیالي وګټله

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د تیرې مارچ میاشتې غوره لوبغاړی د هندوستان تیز توپ اچونکی بنوېشور کمار اعلان کړ.

دې جایزې ته د هندوستان بنوېشور کمار، د افغانستان راشدخان او د زیمبابې شان ویلیمس نوماندان وه، چې بنوېشور کمار د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د تیرې مارچ میاشتې تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

 

په تېره مارچ میاشت کې د بنوېشور کمار کارګردګي

 

د هند بنوېشور کمار د انګلستان خلاف په دریو یو ورځنیو لوبو کې ښه توپ اچونه وکړه، چې په مټ یې شپږ ویکټې په دریو واړه لوبو کې واخیستې.

ددې ترڅنګ په مارچ میاشت کې هند د انګلستان خلاف پنځه شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې، چې بنوېشور کمار پکې په پنځه واړه لوبو کې څلور ویکټې واخیستې.

 

په تېره مارچ میاشت کې د راشدخان کارګردګي

 

راشدخان په تېره میاشت کې د زیمبابې خلاف یوه ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې.

هغه په ټیسټ لوبه کې د زیمبابې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

ددې ترڅنګ هغه په دریو شل اوریزه لوبو کې ټول ټال د زیمبابې شپږ لوبغاړي وسوځول.

 

په تېره مارچ میاشت کې د شان ویلیمس کارګردګي

 

د زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړی، چې د یادې لوبډلې لوبډلمشر دی، هم دې جایزې ته نوماند و.

هغه د افغانستان پر وړاندې دوو ټیسټ لوبو کې ۲۶۴ منډې وکړې او دوې ویکټې یې واخیستې.

ددې ترڅنګ د افغانستان پر وړاندې دریو شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴۵ منډې جوړې کړې.

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د میاشت غوره جایزه

 

دا شورا هره میاشت د دریو نارینه او دریو هغه ښځینه لوبغاړو ترمنځ سیالي په لاره اچوي، چې غوره کارګردکي یې کړې وي.

له هغه وروسته بیا د کرکټ مینوال په انلاین توګه خپل د خوښي وړ لوبغاړي ته رایه ورکوي.

زیاتې رایه وړونکی لوبغاړی د همغې میاشتې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي او آی سي سي ورته جایزه ورکوي.

 

وروستي مطالب