کرونا وایروس او په ورزش یې اغېز

یاران سپورټس
د اسټرالیا او نیوزیلېنډ دوې نورې یو ورځنۍ لوبې د کرونا وایروس وېره له امله وځنډول شوې
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې د مارچ په ۱۳مه له اسټرالیا کرکټ لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د استرالیا په سېډني ښار کې ترسره کړه.
دا لوبه د جمعې پر ورځ د مارچ په ۲۳مه ترسره شوه او اسټرالیا په ۷۱ منډو وګټله.
یاده لوبه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د سېډني لوبغالي شاوخوا ننداره کوونکي نه وو او خلک د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر لوبغالي ته د نندارې لپاره نه وو راغلي.
تر ډېره پورې د ډاکټرانو سپارښتنه هم دا ده، چې له دغې نړیوالې وبا څخه د خپرېدلو د مخنیوي لپاره له ګڼې ګوڼې ځان وساتي.
دا چې اسټرالیا او هندوستان کې لوبې ډېر زیات مینه‌وال لري او ډېر خلک یې نندارې ته نو د روغتیا پالانو له خوا خلکو ته سپارښتنه شوې، چې له لوبو او ګڼې ګوڼې ځایونو ځان وساتي.
همدې خاطر اوس د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کرونا پر وړاندې د تدابیرو او وقایو په خاطر له ګڼې ګوڼې ځان ساتي.
تازه د اسټرالیا کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې له نیوزیلېنډ سره به دوې نورې یو ورځنۍ لوبې تر نامعلومې نېټې ځنډولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو. ایچ. او) ویلي چې کرونا ویروس ۱۴ ورځو کې خپل ځان ښيي او خلک باید ۱۴ ورځې پوره ځان وقایه کې وساتي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اسټرالیا کرکټ بورډ ته هم سپارښتنه کړې، چې ځان وژغوري او وقایه وکړي.
تمه وه چې د مارچ په ۲۴مه نېټه د اسټرالیا کرکټ لوبډلې نیوزیلېنډ ته سفر کړی وای، خو دغه سفر هم د کرونا له امله د ځنډ او حتا لغوه کېدلو له خطر سره مخ شوی.
له دې ورهاخوا د اې پي ایل کرکټ سیالۍ هم له خپلې ټاکلې نېټې ۱۶ ورځې وروسته شوي او ځنډول شوي دي.
سږ کال آې پي ایل لیګ د مارچ په ۲۹مه پېلېدونکی و، خو د کرونا ویروس د وېرې له امله د اپریل تر ۱۵ مې ځنډېدلی دی.
په ایټالیا کې هم د فوټبال لوبې ځنډول شوي دي.
د لوبو ځنډول وروسته له هغې پیل شول، چې په اروپا کې د فوټبال ځینې لوبغاړي په دغه وژونکي ویروس اخته شول.
د ځنډولو او قرنطین کولو دا لړۍ روانه ده.
نو ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې د دغه ویروس څخه د خلاصېدو لپاره د روغتیا وزارت لارښوونې په پام کې ونیسي او احتمالي تدابیر قوي کړي.
بل پلو د کرونا ویروس د ویرې له امله د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې هم د بهرنیو لوبغاړو شمېر کم شوی او لوبې یې پرېښي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب