کرونا وایروس هېوادوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
ما هېڅکله هم فکر نه کاوه چې داسې وخت به راشي چې زه به په میاشتو کور کې پاتې شم او ټول کارونه به مې همداسې پاتې شي، تر ټولو لومړۍ کار مې دا و چې زه مې خپل کتابونه چاپ کړم، خو د دې ویروس له کبله وځنډېدل. نن سبا دا ویروس نه یوازې زما، بلکې د ټولو د رنځ او خپګان سبب شوی چې ټول ورسره لاس او ګرېوان دي او په همدې فکر کوي چې څه وخت به له دې څخه خلاصون ومومي. وګړي یې له هر ډول ستونزې سره مخ کړي، لکه ټولنیزې، اقتصادي، رواني، کورنۍ برخه.
اوس به د ځینې خلکو نظرونه واخلو چې دوی له کومې ستونزې سره مخ دي:
ـ سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ غواړم ستاسو نظر واخلم چې دا ویروس تاسو ته څومره زیان رسولی دی؟
صدام مومند: دا چې نن ورځ د نړۍ ټول هېوادونه د کرونا وژونکي ویروس سره لاس او ګرېوان دي او هره ورځ له دې ویروس له کبله په زرګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو زموږ په هېواد کې اوس هم داسې وګړي شته چې په دې ویروس باندې باور نه کوي او وایي چې دا ویروس پر مسلمانانو اغېزه نه کوي، او یوازې غربیان لمنځه وړي چې زه خپله هم له دې ستونزې سره مخ شوی یم.
یو ورور ته مې د کرونا ویروس په هکله ډېر څه وویل  او د دې ویروس په هکله مې ورته معلومات ورکړل، خو په پای کې یې راته وویل چې دا ویروس یوازې د کفارو لپاره دی، خو نن ورځ چې کرونا ټول هېوادونه تر برید لاندې راوستي دي، نو دوی هم زما خبرې ته حیران پاتې دي.
نو ماته دا جوته شوه چې موږ افغانانو ته د نورو ستونزو تر څنګ عامه‌پوهاوی تر هر څه لومړیتوب لري، ځکه ډېری اوس هم په دې ویروس باور نه لري او فکر کوي چې مسلمانان نه نیسي، نو دا خبره ډېره زموږ په تاوان ده.
مریم صدیقي: کرونا ویروس له نورو اړخونو سره سره د ډېرو وګرو پر رواني اړخ ډېره اغېزه پرېښي ده، لکه زه چې اوس تل چې د کومې موضوع په هکله فکر کوم، نو تر هر څه مخکې مې دا ذهن ته راشي چې دا اوس شوني نه ده او امکان نه لري دا کار ترسره کړم.
د میډیا پر څپو او د کور دننه د کرونا ویرونکې غږ سره ورځې سبا کول په پوره توګه د ژوند په چارو باندې یې راته اغېزه پرېښې، چې دا خورا ګران راته تمامېږي. هر انسان له خپل ځان سره د خپلې راتلونکې لپاره یوه خپرونه لري، چې هغه ترسره کړي، ما هم همداسې سوچونه کړې وو، خو اوس د کرونا ویروس له کبله زه له خپلو هیلو لرې شوې یم.
څرنګه چې تاسو واورېدل چې وګړي اوس هم عام‌پوهاوی نه لري او هم له ذهني اړخه ښه نه دي اوس به واورو له شبو جانې څخه چې د ستونزې سربېره کومه ګټه هم کړې؟
شبو نیازۍ: کرونا ویروس د نړۍ په سطحه یې د بشر حیاتي حق زیانمن کړی. او بشر ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي، چې تر اوسه یې د مخنیوي لپاره سمه لاره نه ده پیدا شوې او د همدې له امله ډېري وګړي مو له لاسه ورکړي، په خواشینۍ سره باید ووایم چې د نورو هېوادونو په شان زموږ دولت مکمل امکانات نه لري چې له امله یې د هېواد خلکو د فقر او بېوزلۍ سطحه مخ په لوړېدو ده.
ځکه ډېری داسې وګړي دي چې خپله ډوډۍ به یې د ورځې پیدا کوله له همدې وجې ډېری وګړي ډېر تر فشار لاندې دي  او دا هغه څه دي چې د هېواد د هرې کورنۍ دا حالت دی زموږ د کورنۍ په شمول.
خو زما په نظر  د دې وایروس یوه ګټه دا ده چې د هوا د پاکوالي سبب شوی. د موټرو، فابریکو او داسې نورو د سوځولو موادو له امله هوا ککړه شوې وه، نو د موټرو او فابریکو د بندېدو له امله هوا مخ په ښه کېدو ده، نو که غواړو دا ویروس له منځه لاړ شي باید له دولت سره هراړخیزه مرسته وکړو.
سنا سادات: یو تن د طب پوهنځي له محصیلینو څخه دی، دا وایي چې پر نورو ستونزو سربېره بله ستونزه چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوې، هغه اقتصادي ستونزه ده چې په اوس وخت کې ډېر وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي، ځکه په عامو ورځو کې زموږ ډېری هېوادوال ازاد کارونه مخته وړي. نه یوازې دا ازاد کارونه د قرنطین له امله بند شول، بلکې د ټولو څیزونو نرخونه هم لوړ شول، نو د غریبو خلکو لپاره به دا کار د مړینې بل لامل وي.
پر دې هر څه سر بېره زه خپله یوه محصله یم او د انلاین درسونو کیفیت دومره ښه نه دی، نو ځکه د اقتصادي کمزورتیا سربېره په تحصیلي برخه کې هم یوه نه ګرځېدونکې ضربه ګڼم. او زیاتوي، کرونا د ټولو ژوند کې یو ډول بې‌نظمي رامنځته کړې. همدا زه خپله له کومې ورځې څخه چې دا ویروس پیدا شوی، د ژوند ټولې چارې مې ګډوډې شوې. او دا وېره راته پیدا شوې چې ایا دا ویروس به ورک شي که نه، د دې پای به څه وي، ځکه ټول درسونه مو شاته پاتې شوي، تر کله به داسې په تمه اوسو. او د دې ویروس له کبله مې خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی، ډېر د کسالت او ستړیا احساس کوم ورځ تر بلې مې خپګان ډېرېږي. همدا هیله لرم چې ژر دا تورې ورځې پای ته ورسېږي.
سربېره له دې ټولو ستونزو سره نورې به کومې ستونزې لرو؟
زبیح الله صدیقي: افغانستان داسې یو هېواد دی چې د اقتصادي او صحت له پلوه ډېر کمزوری دی، نو ځکه له دې ویروس سره مبارزه هم ستونزمنه ده. دې ویروس سره فردي نه، بلکې ټولنیزه مبارزه باید وشي، خو زیاتره هېوادوال دېته پام نه کوي، ډېر بې تفاوته دي، د ګڼې ګوڼې ځایونه ته ځي، نه یوازې ځان ته، بلکې نورو ته هم ستونزه رامنځته کوي او ډېری وګړي که وهم غواړي نه شي کېناستلی، ځکه ټول پوهېږي ۷۰ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نه شي کولای چې تر ډېره ځان قرنطین کړي.
د کرونا له کبله هر وګړی ځانته ستونزې لري، همداسې زه هم لکه د نورو وختونو په شان په نارمل ډول لومړني مواد په اسانه نه شم لاسته راوړلای، خپل ملګري نه شم لیدلای، تفریح ته نشم تلای او کوم پلانونه مې چې د خپلې راتلونکې لپاره لرل، په سمه توګه نه شم ترسره کولای. له همدې امله یې ډېر د زړه‌تنګون په ناروغۍ اخته کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ