خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

چین د روسيې د کورونا ضد درمل تایيد کړل

ژباړه: حنیفه مومند

چينايي پوهانو د تريازوارین په نامه د کورونا ضد درمل تایيد کړل.

د راپورونو پر اساس، والري چاروشين د روسیې د علومو د اکاډمۍ معاون وایي، چې چينایي څېړونکو د کويډ- 19 ناروغۍ درمل له يو لړ څېړنو وروسته تایید کړل.

څه موده وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د سر کنسول په غوښتنه د چین یکاترینبورګ د فبرورۍ په مياشت کې دا درمل د آزمايښت لپاره، چین ته لېږلي وو.

تربازوارین د کورونا ناروغۍ په وړاندې مثبتې اغيزې لري او د ناروغۍ په کابو کولو کې مهم رول لوبوي او ډېری ناروغۍ خفیفه کوي.

دا معلومات د خاربين پوهنتون ريیس باتوقین کړي، خو دا تر اوسه غېرې رسمي خبر دی، ځکه تر اوسه څېړنه په بشپړه توګه پایته نه ده رسېدلې.

دا پايلې لا ډېرو تايیدولو ته اړتيا لري. خو په ټوله نړۍ کې د دغه درملو اغېزې مثبتې ښودل شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حنیفه مومند ، کابل

تبصره مو ولیکئ