انګلستان اکسفورد پوهنتون: د واکسین د پلي کولو لپاره د داوطلبانو ترمنځ د یوې نامعلومې ناروغۍ پیدا کېدل د دې سبب شو، چې د کورونا وایرس واکسین چارې په ټپه ودرېږي.
د داوطلبانو ترمنځ یو کس د واکسین په هکله منفي نظر وړاندې کړی دی.
اوس مهال د اکسفورډ پوهنتون متخصیصینو او یوې نړیوالې درملجوړونکې کمپنۍ د واکسین جوړولو چارې په ټپه درولې دي.
څېړنیز ټیم اوس په پلټنو بوخت دی، چې دا کړکېچ روښانه کړي، چې پیدا شوې نا پیژانده یا هم نامعلومه ناروغي به د واکسینو بد غبرګون یا منفي تاثیر پایلع وي او که نه، کوم بل دلیل به ولري.
استرازینکا نومې برتانوي او سویډني ګډه درمل جوړونکي کمپنۍ پرون ورځ دا اعلان وکړو چې موږ د کرونا وایرس د واکسین جوړونې چارې لنډمهاله په ټپه درو، چې د واکیسن خونديتوب تضمین کړو او د رامنځته شوې ناروغۍ دلیل پیدا کړو.
د ټایم کمپنۍ په دې هکله بیا خاص څه نه دي ویلي، صرف دومره یادونه یې کړې، چې د یوه داوطلب پر وجود کې یوه ناپیژانده ناروغي لیدل شوې، چې دلیل یې لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.
برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!
Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي