ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

د کورونا دویمه څپه؛ د برطانیې حکومت بیا ځلې په لاک ډاون غور کوي

لیکنه: مهر تاج

لندن: د برطانیې حکومت د کورونا پېښو ډېریدو ته په کتو، په هېواد کې د بیا ځلې لاک ډاون یا قرنطین کولو غور کول پیل کړی دی.

د برطانیې رسنیو په حواله، روغتیایي سکریټری “میټ هینکوک” د رسنیو فشارونو په جریان کې ویلي، په برطانیه کې د کورونا ډېرېدلو ته په کتو بیا لاک ډاؤن امکان لري.

برطانیې روغتیایې سیکرټری ویلي، چې د کورونا پېښو ډېرېدو د مخنیوې لپاره به وروستۍ اپشن یا پریکړه په هېواد کې لاک ډاؤن یا قرنطین اعلانول وي.

که څه هم د روغتیا سیکریټري د دې خبرې یادونه نه ده کړې، چې برطانیه به څه ډول ګیر لاک ډاؤن یا قرنطین کوي.

نوموړي ویلي، چې د عوامو د خونديتوب لپاره اړینه ده، چې حکومت لازم تدابیر ونیسي او د وایرس د مخنوې لپاره په لومړي قدم کې باید په ټولنیزو فاصلو عمل وشي.

د روغتیا سکریټري وایي، د کنیکټ ټریسټګ سیسټم یو څه ناڅاپي تجربه ده، د وایروس د مخنوې لپاره په دویم قدم کې سیمه‌ییز لاک ډاونز دي، او وروستۍ آپشن یا اکشن بیا موږ سره د ملک ګیر لاک ډاؤن دی، ګر چې موږ داسې نه غواړو، خو د دې عالمګیرې وبا د پیښې په صورت کې د ولس خوندي ساتلو لپاره، څه چې لازم وي باید هغه ترسره کړو.

“میټ هینکوک” زیاتوي؛ چې د ملک ګیر لاک ډاون داسې څه نه دي، چې موږ دې حکمت عملي کولو څخه لرې کیږو، داسې هم نه ده چې موږ ورته د بیاکتنې وړتیا ونه لرو، دا د دفاع وروستۍ کرښه ده، دا ځکه چې اوس یوځل بیا د هېواد د متحده کیدو وخت او د دې سنجید چیلنج ناکامول ته اړتیا ده، چې یاد وایروس یې خپروي.

د روغتیا سکریټری وایي، دا د بدبختۍ ځای دی، چې په داسې یو وضعیت کې قرار لرو. یوازې د کورونا پېښې مخ په ډېرېدو نه دي، بلکې په روغتونونو کې د خلکو د مړینې شمیر هم مخ په ډیریدو دی، موږ ته پکار ده چې د ټولنییز ګیر لاک ډاون پر ځای ملک په ملي کچه لاک ډاون کړو.

د برطانیي رسنیو په بنسټ؛ په هیواد کې د کورونا دویمې څپې له کبله د شمال ختیځ په سيمو کې بندیز نوي بندیزونه لګېدلی دي، چې دا د برطانیه 65 میلونه اوسیدونکيو څخه اوس هم د 11میلونو نه ډېر خلک په ملي کچه قرنطین دي، چې له دې جملې نه مانچیسټر ، شمال ختیځ ، لانیکشر او لیسټر سیمې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې په برطانیه کې اوس مهال د کورونا پېښو شمیر 3 لکه 81 زره څخه لوړ او د 41 زره ډېر په وایروس اخته کسان مړه شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ