خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

تر کورونا خطرناکې ناروغۍ، چې د انسانانو ژوند ګواښوي

ژباړه: عایشه حیدري

تر کورونا نورې ډېرې خطرناکې ناروغۍ هم شته چې نړۍ ګواښي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، ډاکټر الينا مالیشووا چې په یوه ټلویزیون کې د روغتیايي خپرونې ویانده ده وایي چې له کورونا څخه خطرناکې ناروغۍ نړۍ ګواښوي.

هغې د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې خلکو یوازې د کورونا ناروغي په پام کې نیولې او نورې خطرناکې ناروغۍ یې هېرې کړې چې نړۍ ته له کورونا څخه هم ډېرې ستونزې پیدا کوي او ډېرې خطرناکې دي‌.

هغې د روغتیا ټلویزیوني خپرونې په لړ کې وويل چې کوویډ ۱۹ ناروغي تر ټولو خطرناکه ناروغي نه ده، او اوس کولای شو ووایو چې کورونا هغومره هم خطرناکه ناروغي نه ده.

ډاکټر الينا د خپلو خبرو په ټینګار وویل چې په نړۍ کې د کووید ۱۹ ناروغي له کبله ورځنۍ تلفات یوازې د ۱۷ اوسطو په سطر کې دی، خو پنځه نورې ناروغۍ لکه سل یا توبرکلوز، تور ژېړي (هپاټيټس B)، شنه ټوخلې او سینه بغل ناروغۍ، ایډز یا اېچ ای وي او ان ملاريا د کورونا په پرتله ډېرې خطرناکې ناروغۍ دي.

نوموړې د خپلو خبرو په دوام وویل چې نړیوالو دا خبره هېره کړي ده چې د درملو او واکسینونو پر مټ د یادو ناروغیو پر وړانډې مبارزه وکړي او د یادو خطرناکو نارغیو ټغر ټول کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ