د کورونا د پيدايښت په اړه د خلکو نظرونه

ليکنه: فرزانه زیار

کورونا هغه وژونکی وايروس چې د لومړي ځل لپاره د چين په اوهان ښار کې رامنځته شو او بیا په تدريجي ډول د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد.
د کورونا پيدايښت، هغه پوښتنه ده چې تر ننه په سم ډول نه ده ځواب شوې.
د کورونا د پيدايښت په اړه بېلابېل نظرونه شته، دا نظرونه د ډاکټرانو، سياستمدارانو، ديني عالمانو او عوامو خلکو څخه اورېدل کېږي چې دوی ټول د کورونا د پيدايښت په اړه سره يوه خوله نه دي او بېلابېل نظریات لري چې ځينو ته به يې په دې ليکنه کې نغوته وکړو:
۱- ځينې وايي: د کورونا ويروس چينايانو ته د ماښام څکالي(چې يو ډول حيوان دی) د غوښې د خوړلو له امله پيدا شو.
۲- دا ويروس چينايانو ته د سپي او پيشو د غوښې د خوړلو له امله پيدا شو.
۳- چينايان هغه خلک چې د ځينو حيواناتو غوښې نه پخوي او خامې يې خوري، نو دا وايروس چينايانو ته د خامې غوښې د خوړلو له امله پيدا شو.
۴- يوه ډله خلک په تيره بیا سياسيون بیا وايي چې دا وايروس چينايانو په خپل لاس جوړ کړی، خو د خپل ځان لپاره نه، بلکې  د امريکا هېواد لپاره یې دا وايروس جوړ کړی و.
دا ځکه چين او امريکا هغه  هېوادونه دي چې په اقتصادي او علمي لحاظ يو د بل په مقابل کې ولاړ دي او په ښکاره يو بل ته اخطارونه ورکوي، خو هاغه متل دی چې وايي [چاه کن خودش در چاه] هغوی غوښتل چې امريکايانو ته کوهي وکني، خو خپله پر هغې کوهي کې ولوېدل، دوی زياتوي چې:
چينايانو د امريکا هېواد لپاره يو اتوم بم جوړ کړی و او بیا يې په همدې بم کې د کرونا وايروس هم واچاوه، غوښتل یې چې په دې بم د امريکا هېواد وولي، څو د امريکا يوه برخه خلک دا بم ووژني او پاتې نور یې د کورونا وايروس په وسيله له پښو وغورځوي، خو وايي چانس ورسره ياري ونه کړه، بم سلیپ شو او دا وايروس يې پر خپل هېواد کې خپور شو.
د دې خبرې دليل هم داسې وړاندې کوي، چې که چېرته دا وايروس چينايانو خپله نه وای جوړ کړی او له مخکې پرې نه پوهېدل، نو څنګه د دې وايروس له خپرېدلو سره سم یې خپل ټول ښار کرنتين کړ. آيا دوی په يو څو دقيقو کې دا مرض تشخيص کړ!؟
او بل څنګه د نورو هېوادونو په پرتله په دې هېواد کې تلفات کم وو، سره آه دې چې چينايان پر وجود کمزوري خلک دي.
۵- ځينو چينايان نه مې واورېدل چې هغوی به ویل دا ويروس د امريکايانو له خوا جوړ شوی او بیا يې په چين کې خوشې کړی، څو چينايان له اقتصادي پرمختګ څخه وغورځوي.
۶- وايي په چين کې پر يوې مسلمانې ښځې سلو کسانو جنسي تېری کړی و، نو هغې هم د زړه له درده تقريباً لس متره ځای پر خپله ژبه وڅاټه، بیا یې خپل سر اسمان ته پورته کړ او ویې ويل (يا الله ته پر دوی باندې خپل عذاب رانازل کړي) وايي له دې خبرې سره دا ښځه مړه شوه، ساعت یې لا نه و، پوره چې د اوهان ښار پر دې ويروس ککړ شو.
۷- دا خبره خو مې لا ډېره اورېدلې چې وايي کورونا ويروس هېڅ نشته، دا د دين د دښمنانو هغه  دسیسې دي چې غواړي د مسلمانانو ترمنځ مينه، دوستي، يوبل ته درناوي، له يو بل سره پر غېږه او لاس ستړي مشي کول، پر جمع لمونځونه کول، په جنازه کې د ډېرو خلکو راټولېدل، مړي ته پر ډېره درنه سترګه کتل او داسې نور مقدسات له منځه يوسي.
۸- ځينې بیا وايي چې دا ويروس يوازې د کافرانو لپاره دی او رښتيني مسلمانان نه نیسي وايي، چې په نړۍ کې ظلم، وژنې، فحشا… خپل اوج ته رسېدلي و، نو الله تعالی په همدې دنیا کې پر دې ډول خلکو خپل عذاب رانازل کړ.
۹- دا مې هم اورېدلي چې وايي کورونا ويروس د الله له خوا پر هغو خلکو را نازل شوې چې خپلې تکنالوژۍ او قدرت ته مغروره وه، د الله لوی شان او د دې نړۍ مالک یې هېر وو، خپل ځانونه یې هر څه بلل، يو ځل یې هم فکر ونه کړ چې دا نړۍ چا پيدا کړې، آسمان څنګه زموږ پر سر بې له کومې پایې ولاړ دی، نو کرونا وايروس د الله تعالی له خوا معجزه  ده چې د ټولې نړۍ پوهان یې له درملنې څخه عاجز پاتې شوه!
۱۰- دا خبره خو لا ډېره عامه ده چې وايي کورونا يوه نړيواله پروژه ده، د متقاعدينو او زړو خلکو د له منځه وړلو لپاره…
دوی وايي چې زاړه يا متقاعدين هغه خلک دي چې ټول لګښت يې په دولت وي او سره له لګښته تقاعد هم اخلي او پر مقابل کې دوی هېڅ  کوم توليد هم نه لري وايي، دا چې يو يو ځوان هم پکې مري دا خو به يا ډېر کمزوری وي او يا د روغتونونو له خوا د پېچکارۍ په وسیله وژل کېږي، څو خلک ونه وايي چې دا وايروس ولې يوازې زاړه وژني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ