د نړیوال جام د لغوه کېدو او یا هم ترسره کېدو په اړه نظرونه

یاران سپورټس
ایا نړیوال جام به په ۲۰۲۱م کې ته وځنډول شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ښایي ځواب یې هو راووځي.
د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په اړه د کرېک انفو وېبپاڼې لیکلي، چې ایا دا جام به ۲۰۲۱م ته وروسته کړل شي او کنه؟
نظرونه دي چې که کرونا ویروس خدای ناخواسته وغځول شي او تهدید یې پراخ شي بیا خو یې ځنډېدل حتمي دي او ځواب یې هو شو.
سر له اوسه د هندوستان او ځینې نورو هېوادونو وېره ښودلې ده او دې ته څه ناڅه مایل دي، چې راتلونکی شل اوریز نړیوال کرکټ جام دې ۲۰۲۱م ته وځنډول شي.
وېبپاڼې لیکلي چې د کرکټ نړیوالې شورا په ګډون ډېری مخکښ کرکټ بورډونه او کرکټ کلبونه په دې بوخت دي، چې د راتلونکي شل اوریز جام لپاره مناسبه حللاره ولټوي او بیا یې وړاندیز کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا خو له وړاندې د ځنډلو په پلان بوخته ده.
ځکه د کرکټ نړیواله شورا کې ډېر رول د انګلستان دی او انګلستان اروپایي هېواد دی، خو اروپا اوسمهال د کرونا ویروس له لوړ تهدید سره مخ ده، جرمني، انګلستان، هسپانیه او اېټالیا له لوړ تهدید سره مخ دي.
ایا سږ کا به شل اوریز جام کېنسل شي؟
ځواب لپاره یې کرېک انفو داسې لیکلي، که چې د کرونا ستونزه همداسې پراخه وي نو ټورنمنټ به خامخا راروان ۲۰۲۱ کال ته ځنډېږي.
نړیوال شل اوریز له ۲۰۱۶م راهیسې د مالي ستونزو له امله نه دی ترسره شوی او سږکال اکټوبر او نومبر میاشتې ورته ټاکل شوي دي، چې استرالیا هېواد کې ترسره شي.
خو که سږ کال دا جام وځنډېد نو ۲۰۲۱م کې به ترسره کېږي او د ۲۰۲۱م  شل اوریز جام چې هندوستان یې کوربه دی، هغه به ۲۰۲۲م ته ځنډېږي.
خو د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټ ویلي، چې دی خوشبینه دی، کرونا به تر نړیوال جام ختمېږي او نړیوال جام به په خپله اصلي نېټه یعنې د ۲۰۲۰م  اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ