ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

د کووېډ- ۱۹ د قرنطین اړینه موده مشخصه شوه!

  • ژباړه: نسیمه محمدي

امریکايي څېړونکو مشخصه کړه چې د هېوادونو عام وګړي (نانظامیان) باید څو ورځې په کور کې قرنطین شي، چې د کرونا وایروس له پراختیا او خپرېدو مخنیوی وکړي.

د اسپونتیک د راپور سره سم، د څېړنې ګډونوالو په ۳۶ هېوادونو او د امریکا په پنځوس ایالتونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو آمار څېړلي دي.

څېړونکي ډاډمن دي که چېرې یوازې د اخته کسانو ودې او شمېرې ته پام وشي، د ناروغۍ سم تشخیص ناممکن کېږي.

نو د دې وبايي ناروغۍ پارامتر، د ورځنۍ ودې او د مضاعف (دوه چنده) کېدو له نظره په پام کې نیول شوې ده.

په نړۍ کې هره ورځ د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ نوې پېښې ثبتېږي.

څېړونکو یاد شوي معیارونه په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا وایروس د شمېرو د تجزيې او تحلیل پر بنسټ، د مېکروب د رایج کېدو درې معیاره مشخص کړي.

  • د اعتدال حالت: «د ودې موده له ۱۰٪ ښکته او د مضاعف (دوه برابره کېدو)\ موده له ۷ ورځو زیاته ده.»
  • مراقبت/ ساتنه: «د ودې وخت او موده له ۱٪ څخه کم او د دوه چنده کېدو موده ۷۰ ورځو څخه زیاته ده.»
  • مهار/ کنټرول: «د ودې موده ۰،۱٪ او د دوه برابره کېدو موده له ۷۰۰ ورځو څخه زیاته ده.»

 

د څېړنو لومړیو پایلو ښودلې، چې لوی هېوادونه باید په لاندې قرنطیني دورو تمرکز وکړي:

  • متعادل حالت – درې اونۍ
  • د مراقبت موده – یوه میاشت
  • او د ناروغۍ د مهارولو موده – ۴۵ ورځې ده.

یاد مهالوېش د هېوادونو د مساحت او اقلیم پورې تړلې او ممکن دا موده توپيري اوسي، نو پوهان په لویو هېوادونو کې د اجباري رخصتیو په زیاتېدو ټینکار کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ