فبروري 25, 2021

کریس ګېل: یوه کرکټر ته ټیسټ سیالۍ کول حتمي دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ویسټ انډیز د وخت تکړه چپ‌لاسی توپوهونکی کریس ګېل وايي د کرکټ لوبغاړو لپاره لومړی ټیسټ سیالۍ حتمي دي، چې ویې کړي.
کریس ګېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ټیسټ سیالۍ یو لوبغاړی د کرکټ نورو فارمټونو ته چمتو کوي.
هغه ویلي، چې ټیسټ کرکټ ننګونه ده، چې باید یو لوبغاړی څنګه په میدان کې تر ډېره پاتې شي او ۵ ورځې ښه وځلېږي.

کریس ګېل زیاته کړه:

زه باید ووایم چې ټیسټ کرکټ حتمي دی. ټیست کرکټ لوبغاړي ته دا ننګه ورکوي، چې څنګه له میدان سره ډېر پاتې شي او ۵ ورځې کرکټ وکړي.

کریس ګېل له ټولو ځوانو لوبغاړو څخه وغوښتل، چې ټیسټ کرکټ وکړي او د کرکټ له یاد فارمت څخه د خپلو وړتیاوو او استعدادونو په مټ خوند واخلي.
هغه زیاته کړه:

نو ځوانانو ټیسټ کرکټ تاسو ته اجازه درکوي، چې خپلې وړتیاوې ښکاره او لوبې ځان ته تجربه کړئ.

۳۹ کلن کریس ګېل د خپل هېواد ویسټ انډیز لپاره ۱۰۳ ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې په یادو سیالیو کې یې ۷۲۱۵ منډې کړې دي.
هغه په ټیسټ سیالیو کې تر ټولو ډیرې ۳۳۳ منډې ترسره کړې دي، چې دا په نړیواله سطحه یو ریکارډ دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*