کرکټ مخکښان

کرېس ګېل ته د کرکټ نړۍ احترام

کرېس ګېل چې په ۱۹۷۹ کې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی، شل کاله کېږي، چې په کرکټ کې بوخت دی.

نوموړی له هغو لوبغاړو څخه دی، چې د کرکټ نړۍ ته یې ډېره ښکلا او ویاړ ور بښلی دی.

کرېس ګېل د کرکټ نړۍ کې په یونیورسل باس، د شپږیزو پاچا او خطرناک توپوهونکي په توګه پېژندل شوی او لا هم پېژندل کېږي.

۴۱ کلن کرېسټوفر هینري ګېل د ویسټ انډیز لوبډلې سربېره د نړۍ په مختلفو لیګونو کې لوبېږي او خورا شانداره لوبه کوي.

اوسمهال هم کرېس ګېل ته ډېر خلک په احترام قایل دي او ځانګړی درناوی یې کوي.

مبصر ډېني مورېسن وایي

ډېني مورېسن چې تېره شپه د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه یې په اي پي اېل کې لوبه کوله، نو د شپږیزې وهلو پرمهال د ډېني مورېسن له خورا توصیف سره مخ شوه.

هغه وویل ګېل ته لا هم احترام پکار دی او دا د کرکټ ستوری، د کرکټ پوره وړتیا لري.

په ۹۹ منډو د ګېل بولډ اوټ او جوفرا ارچر احترام

کرېس ګېل چې د پنجاب لوبډلې لپاره ون ډاون یا په درېیم نمبر توپوهنې ته راغلی و، د راجستان پر وړاندې توپوهنه کې یې خورا ښه توپ وهنه وکړه.

کرېس ګېل د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته په ۶۳ توپونو ۹۹ منډې وکړې.

دا مهال د وروستي اوور درېیم توپ و او د کرېس ګېل سلیزې ته یوه منډه پاتې وه او جوفرا ارچر توپ اچونه کوله.

کرېس ګېل د وروستي اوور تر دویم توپ ۹۳ منډې کړې وې، د جوفرا ارچر دویم توپ یې د شپږیزې لپاره واړاوه.

۹۹ منډو کې دریم توپ ته کرېس ګېل ولاړ و، چې جوفرا ارچر یو خطرناک توپ وکړ، د کرېس ګې په پېډ او وروسته په وېکټ ولګېد، د ګېل د سلیزې ارمان پاتې شو.

دا مهال ګېل د غوسې له امله بېټ ګوزار کړ.

خو جوفرا ارچر لاس ورکړ او هغه یې تشویق کړ.

اوس ارچر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ګېل مشر دی او احترام یې پکار دی.

کرېس ګېل د اخلاقو څخه برخمن لوبغاړی دی، تر اوسه یې په لوبغالي کې له چا سره جدل او جګړه نه ده راغلې.

د نیراج په نامه یو هندي کرکټ مینوال ویلي، چې د کرېس ګېل او ارچر لاس ورکول د هغوی د مینې څرګندونه کوي.

ایس کی په نامه یو کرکټ مینوال په ۹۹ منډو د کرېس ګېل په اوټېدو د ژړا ایموجي یا کارتون خپور کړی او له هغه سره یې د ډېرې مینې له امله د هغه په اوټ خفګان ښوولی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ