سپورټ کرکټ کرونا له نړۍ وزش او تمرین

د هند او اسټرالیا کرکټ لوبو کې، مینه‌وال لوبغالي د ته تګ اجازه لري

لیکنه: مهر تاج
راتلونکې میاشت د ډسمبر په ٢٦مه د اسټرلیا هېواد “میلبرون” ښار کې د هندوستان او اسټرلیا کرکټ ټیمونو تر منځ د کرکټ یهع سیالۍ کیدونکي ده .
د کورونا وبا د خپریدلو نه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د کرکټ مینه‌وال کوللی شي، چې لوبه د نېږدې څخه په ژوندۍ بڼه وویني .
د میلبرون لوبغالي د دغه ټسټ مچ د تکټونو د خرڅلاو اجازه تر لاسه کړي ده.
د “میلبرون” ښار لوبغالي ته به ٢٥ زره لیدونکي راشي، چې ٧٥سلنه لوبغالی به ډک کړي .
د کورونا وایروس د خپریدو نه وروسته په ډیرو هېوادونو کې د کرکټ لوبې ترسره شوي، خو لوبغالی به د مینه‌والو نه تش وو.
دا لمړی ځل دی،دچې مینه‌وال کولای شي، چې لوبه په ژوندي بڼه په لوبغالي کې له نږدي وڅارې.
هندوستان او اسټرلیا به ٤ لوبي په ګډه ترسره کوي، چې د دې ټیست میچونو سریز به په ١٧ د ‌ډسمبر پیل شي.
لمړی ټسټ میچ به د ایډلایډ لوبغالي کې د ١٧ نه تر ٢١ د ډسمبر ترسره شي.
دویم ټیسټ میچ به په ” میلبرون” کې د ٢٦ نه تر ٣٠ د ډسمبر ترسره شي.
درېیم به ٧ د جنوري تر ١١ د جنوري او وروسته به له ١٥ نه تر ١٩ د جنوري ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې موده مخکې څو تنو د اسټرلیا د کرکټ ستورو د “بیګباش” په لوبو کې د کورونا وبا په دلیل د ګډون نه ډډه کړی وه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ