سپورټ کرکټ

د کرکټ نړیواله شورا: افغانستان کې د ښځو کرکټ پیلېدونکی دی

د کرکټ نړیوالې شورا پر خپله فېسبوکپاڼه داسې انځورونه خپاره کړي، چې افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې پکې ښکاري او د کرکټ لوبه کوي.

دوی ویلي یې، چې افغانستان کې د ښځینه کرکټرانو عملي لوبې پیل شوي.

له دې وړاندې په کابل کې د  ښځينه‌وو د اکاډمي جوړولو لپاره هڅې شوي دي او راشدخان پکې د ښځینه‌وو لپاره د اکاډمي جوړولو پرانیسته کړې وه.

افغانستان کې د ښځینه د ټیم جوړول د کرکټ نړیوالې شورا له هرکلي سره مخ کېږي؛ چې اوس یې تازه دا انځورونه خپاره کړي او په افغانستان کې یې د ښځینه وو کرکټ ته د لارې پرانېستلو هرکلی کړی دی.

افغانستان کې ډېری وخت د ښځو لپاره ستونزمنه ده، چې کرکټ ته دې راشي، ځکه کورني محدویتونه زیات دي، کولتوري او ټولنیزې ستونزې نو خنډونه دي، چې ښځینه یې د کرکټ په ډګر کې پاتې راوستې دي.

خو افغانستان کې بیا د باولېنګ، تیکواندو، غرختنې، فوټبال، والیبال، ځغاستې او نورو برخو کې ښځينه لوبغاړې پرېمانه دي او لوبډلې یې شتون لري.

د ورزش فدراسیون سره یې لوبډلې ثبت دي؛ خو یواځې د کرکټ لوبډله نشته او افغانستان کې یې رسمي اکاډميانې هم شتون نه لري.

خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا په خپله فیسبوک پاڼه انځورونو ته لیکلي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې په ملي کرکټ اکاډمي کې لوبې پیل شوي دي.

دا ، دا معنا ورکوي، چې افغانستان کې هم د ښځینه کرکټ ته شین څراغ بل شوی او ورو، ورو به یې لوبډله جوړه او نړیوالو لوبو کې به د وخت په تېرېدو سره ګډون وکړي.

نړۍ کې د ښځینه کرکټ لوبډلې او مسلمان هېوادونه

پاکستان په نړۍ کې نړیواله کرکټ لوبډله لري، عربي متحده امارات یې لري، کوېټ یې لري، بنګله دېش کې د ښځینه وو کرکټ لوبډله شته او نور ګڼ شمېر مسلمان هېوادونه د ښځینه وو کرکټ ملي لوبډلې لري او نړیوالې لوبې کوي.

په نړۍ کې بیا هندوستان، اسټرالیا، انګلستان، افریقا، امریکا، نیپال، هانکانګ، چین، جاپان، نیوزیلېنډ، زِمبابو، ویسټ انډیز او نور ګڼ شمېر هېوادونه ملي لوبډلې لري.

په نړۍ کې تر دې دمه یو ښځینه کرکټ لیګ شته، چې هغه په استرالیا کې د بېګ باش ښځینه کرکټ لیګ دی.

په اسټرالیا کې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۵ مه بېګ باش لیګ پیل شوی او د نومبر تر ۲۲ مې یې مهالوېش خپور شوی دی.

د پلی اف او پایلوبې مهالوېش یې نه دی خپور شوی دی.

په بېګ باش ښځینه لیګ کې د پاکستان په ګډون د ډېری هېوادونو لوبغاړې د پېسو په بدل کې لوبېږي.

ddd.PNGtt.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ