ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

د کوژده شویو لپاره لس زرین ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

دا ټکي ولولئ او هڅه وکړئ، چې د خپل ځان او د خپل مېرمنې لپاره د کوژدې بې لانجې او خوشاله دوران جوړ کړئ. آشنایي تر هغه وخته، چې واده ته ونه رسېږي، نه شي کولای، چې د یوې اړیکې واقعیت څرګند کړي، په دې حالت کې، د نورو له تجربو څخه درس اخیستل، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو غوره اړیکه جوړه کړئ.

۱ ـــ له ناسمو پوهاویو څخه ډډه نه شي کېدای

تل ناسم پوهای رامنځته کېږي. که د مقابل لوري خبرو ته داسې متوجه شوئ، چې وروسته پوه شئ، تېروتنه وه، نو هغه مه ګواښئ او مه یې رټئ، هېرې یې کړئ، که وغواړئ، چې څو څو ځله ترې یادونه وکړئ، نو وروسته به له اړیکیزو ستونزو سره مخامخ شئ. کله وخت ښایي د خپل مقابل لوري یوې خبرې او یا هم کړنې ته په تېروتې توګه متوجه شئ او له دې چې مقابل لوری مو په تاسو باندې نه پوهېږي، ستړي شئ، یو ګام شاته واخلئ او هڅه وکړئ، پوه شئ، چې موضوع چندان پېچلې نه ده. ناسم پوهاوي باید په بشپړه توګه لرې کړئ، ځکه ډېر کوچني دي او که وغواړئ، چې ستر یې کړئ، نو په واقعي ستونزو باندې به بدل شي.

۲ ـــ په هغه/ هغې باندې اعتماد کول زده کړئ

باید په خپل مقابل لوري باندې اعتماد وکړئ. ولې باید خپل ژوند له هغه چا سره ووېشئ، چې فکر کوئ، خپل مخ وګرځوئ، نو غلطي کوي؟ که د خپل مقابل لوري په وفادارۍ، رښتینولۍ، مینې او یا بل هر څیز باندې باور ونه لرئ، نو په اړیکه کې ښه نه یاست. تر ټولو غوره اړیکې په ژور اعتماد سره پیلېږي او حتا کله چې ستونزې رامنځته کېږي، دا اعتماد دومره پیاوړی او ځواکمن دی، چې جوړې یو د بل ترڅنګ ساتي.

۳ ـــ پرېږدئ، چې په یو بل پسې خپه شئ

په یو بل باندې مئین یاست، په همدې خاطر غواړئ، چې تل او هر وخت یو د بل ترڅنګ واوسئ، ډېره ښه ده، چې تل سهار او ماښام یو د بل تر څنګ واوسئ، خو کله به د بېلابېلو څیزونو د تجربه کولو لپاره وخت ولرئ؟ کله چې کار او یا هم د زده کړو ځای مو له یو بل څخه جلا وي، له یو بل سره به د خبرو کولو لپاره موضوع ولرئ، کله چې له خپلو دوستانو سره بهر لاړ شئ او مقابل لوری مو هم له خپلو دوستانو سره، هغه وخت به د ځان لپاره وخت ولرئ او په ډېرې انرژۍ سره به د یو بل په لور ور وګرځئ. دا فرصت به ولرئ، چې په یو بل پسې خپه شئ او دا مرسته کوي، چې د خپلې اړیکې واقعي ارزښت درک کړئ. په یو چا پسې خپه کېدل فوق العاده دي، ځکه د هغه یو ځل بیا لیدل به، تاسو ته ډېر ښه او غوره احساس درکړي.

۴ ـــ د ودې او بدلون لپاره، یو بل وهڅوئ

په یوه اړیکه کې، دواړه لوري د ودې او بدلون لپاره یو بل هڅوي، تاسو یوازې یو ځل ژوند کوئ، نو هغه باید په بشپړه مانا تجربه کړئ. که غواړئ خپل نوی کار وازمایئ یا خپل پخواني کار ته بېرته ور وګرځئ، باید مقابل لوری مو له تاسو څخه ملاتړ وکړي، تاسو هم باید هغه له همدې ملاتړ څخه برخمن کړئ. خپل مقابل لوری وهڅوئ، چې نوي کارونه وازمایي، نوي څیزونه زده کړي او له نویو افرادو سره آشنا شي. که غواړئ، چې مقابل لوری مو هېڅ بدلون ونه وکړي او لکه څنګه چې دی، هماغسې پاتې شي، نو ژوند به مو ډېر ستړی کوونکی شي.

۵ ـــ کم راتلل په دې مانا نه دی، چې کمزوری یاست

کم راتلل د تسلیمېدلو په مانا نه دی، په دې مانا نه دی، چې جګړه مو بایللې ده، په دقیقه توګه برعکس یې دی. آیا په دې باندې پوهېږئ، چې کم راتلل څومره سخت کار دی؟ خوښېږي مو، چې خبره مو په بشپړه توګه ومنل شي، ځکه چې فکر کوئ سمه ده او د مقابل لوري خبرې ستاسو لپاره هېڅ ارزښت نه لري، یو ګام شاته واخلئ او لږ په سیاست سره، دې لانجې ته وګورئ. منطقي پایله یې څه ده؟ که مقابل لوری مو په حقه و، له دې څخه چې هغه ومنئ، مه وېرېږئ، خبره یې ومنئ یا دواړه په خپلو نظرونو کې لږ څه بدلون رامنځته کړئ، چې دواړه خوښ او راضي شئ. مهم ټکی دا دی، چې خپله خبره په بشپړه توګه په مقابل لوري باندې مه منئ، کم راتلل او سوله کول، ستاسو د اړیکې له ودې سره مرسته کوي، خو باید دې متوجه واوسئ، چې د یوه کس له خوا تل کم راتلل ښايي په اوږد مهال کې تاسو په اړیکه کې په ناکام کس باندې بدل کړي، په دې اساس، له خپلو غوښتنو څخه په تېرېدو کې توازن وساتئ.

۶ ـــ خپلې کمزورتیاوې ومنئ   

مقابل لوری مو له تاسو څخه تمه نه لري، چې فوق العاده واوسئ او په احتمالي توګه تاسو هم له هغه څخه دا تمه نه لرئ. موږ ټول انسانان یو او جایز الخطا، هېڅ ستونزه نه شته، چې تېروتنه وکړو، په حقیقت کې د دې لپاره، چې تل پاتې او جدي اړیکه ولرو، نو باید اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو، ستاسو له کمزورتیاوو څخه خبر شي. دا د دې سبب ګرځي، چې د هغو څیزونو په اړه، چې ځوروي مو، حساس شي او مرسته درسره وکړي، ترڅو په هغه برخه کې پیاوړی شئ.

۷ ـــ ډېری وخت ستونزې او مسایل باید ومنئ، ځکه چې سمولای یې نه شئ

ټول انسانان تېر لري، تاسو یې هم لرئ او دغه راز مقابل لوری مو هم لري، آیا کولای شئ، چې تېر ته بېرته ور وګرځئ او خپلې بدې تجربې پاکې کړئ؟ اړ یاست، چې وې زغمئ او هڅه وکړئ، چې وې منئ. له دې تجربو څخه تېرېدل آسانه کار دی، خو حقیقت دا دی، چې کله وخت نه شئ کولای ځینې مسایل سم او اصلاح کړئ، نه شئ کولای، داسې یو کار وکړئ، چې ستونزې مو حل شي، باید وې منئ او ترې تېر شئ، پرته له دې اړیکه به مو زیانمنه شي.

۸ ـــ ژر او د زړه له کومې بښنه وکړئ

هر کله مو چې له یو بل سره لانجه وکړه، په دې اړه اندېښنه مه کوئ، چې څوک ګټونکی کېږي او څوک بایلونکی. له هغې لانجې څخه درس واخلئ، له هغو خبرو څخه، چې ویل کېږي او له دې چې ستونزې مو څنګه حل کېږي. کله چې له لانجې څخه درس اخلئ، نو کولای شئ، چې هغه درس په خپله اړیکه کې پلی کړئ، ترڅو په راتلونکې کې د هغې ستونزې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي. دا هر څه ډېر ښه دي، خو ستاسو کار پای ته نه دی رسېدلی! خپل مقابل لوری وبښئ! همداسې خپل ځان هم! لانجه پای ته رسېدلې ده، اوس باید ترې تېر شئ، هېڅکله د مقابل لوري په اړه په خپل زړه کې کینه مه ساتئ، ځکه دا غوسه او کینه، تر هغه ځایه دوام پیدا کوي، چې نور به مو زړه ونه شي، چې له هغه/هغې سره خپلې اړیکې ته دوام ورکړئ.

۹ ـــ عجیبه تمه مه لرئ

تمه مه لرئ، چې مقابل لوری مو وتوانېږي، ستاسو ذهن ولولي یا سهارنۍ مو ستاسو خونې ته دروړي، لوښي مو درته ووینځي، ټاکل شوې نه ده، چې داسې وشي، نباید له هیچا څخه تمه ولرئ، مګر دا چې هغه په دې باندې پوه کړئ. خبرې وکړئ او په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې مقابل لوری مو پوهېږي، تاسو له اړیکې څخه څه تمه لرئ. دغه راز باید د بېلابېلو مسایلو په اړه، ستاسو په نظرونو باندې پوه شي، دا له هغې سره مرسته کوي، چې ستاسو په وړاندې ښه او شمېرلی چلند وکړي.

۱۰ ـــ خپل احساسات ښکاره کړئ

تر ټولو بد کار، چې کولای شئ، په یوه اړیکه کې یې ترسره کړئ، دا دی، چې لوبې وکړئ. خپل مقابل لوری مه ځوروئ؛ ښو چلندونو ته یې په ډېرې مینې او لېوالتیا سره مکافات مه ورکوئ، بلکې باید په دې باندې ډاډه شي، چې ورسره مینه لرئ. کېدای شي له امله یې خوشاله یا غوسه شئ، دا اصلاً مهمه نه ده، هغه باید داسې احساس وکړي، چې ورسره مینه لرئ. هغه باید ستاسو په احساساتو باندې پوه شي، نو داسې کوم کار مه کوئ، چې ناسم پوهاوی رامنځته شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل