فبروري 25, 2021

کوسال مېنډس د پولیسو لخوا ونیول شو

یاران سپورټ

د سریلانکا کرکټ لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی کوسال مېنډس د جولای په ۵ مه د پولیسو لخوا ځکه ونیول شو چې په خپل موټر یې ۶۴ کلن سړی وهلی او وژلی دی.
نوموړي د سریلانکا په پاناډورا سیمه کې موټر کې تګ کاوه چې ترافیکي حادثه ترې وشوه.
د پاناډورا سیمې پولیسو هغه نیولی او محکمې ته به یې ورسوي.
اوس د هغه ملامت معلومولو لپاره پولیسو څېړنې پیل کړي.
پولیس وایي دا معلومول غواړي، چې کوسال مېنډس خو به شراب نه وو څکلي.
کوسال مېنډس د سریلانکا په پالیکل سیمه د لوبډلې له نورو ملګرو سره د تمریناتو برخه‌وال و، چې د یکشنبې په سهار تمریناتو نه وتلی و او اجازه یې اخیستې وه چې بهر ووځي.
د سریلانکا کرکټ لوبډلې تمریناتي کمپ د چهارشنبې په ورځ پای ته رسېږي.
کوسال ټولې ۴۴ ټېسټ، ۷۶ یو ورځنۍ او ۲۶ شل اوریزې لوبې کړي دي.
ټېسټ لوبوکې یې ۲۹۹۵ منډې کړي، یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۱۶۷ منډې کړي او شل اوریزو لوبوکې یې ۴۸۴ منډې جوړې کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*