اپریل 17, 2021

الراونډر انډرسن: نور نیوزیلېنډ سره نه، بلکې د امریکا لوبډله کې لوبېږم

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر یا کرکټ ټولچاري ویلي، چې له دې وروسته به له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږي.
نوموړی ۷ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په ملي لوبډله کې لومړی ځل ولوبېد او یو ځل یې په ۳۵ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړې کړی دی.
نوموړي دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ.
دی له دغې سلیزې وروسته خورا مشهور شو او د هندوستان په آی پي اېل کرکټ لیګ کې د بنګلور لوبډلې وپېره.
انډرسن د توپوهونې سربېره ښه توپ اچونه هم کوي او د نړۍ په مشهورو الراونډرانو کې حساب دی.
کورني انډرسن د نیوزیلېنډ له کرکټ بورد مننه کړې. نوموړي ویلي:

« ما غوښتل چې د نیوزیلېنډ لپاره ډېر کرکټ او خدمت وکړم، خو ومې نشو کولای، چې لا نېویلېنډ سره مثبت رول ولوبوم، نو په دې خاطر د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې سره لوبېږم، زه د نیوزیلېنډ له کرکټ بورډ مننه کوم، چې تېرو کلونو کې یې ماته د لوبېدو زمینه برابره کړې وه او د دوی تر لارښوونې لاندې مې لوبې وکړې».

کوري انډرسن د نیوزیلېنډ لپاره په ۹۳ لوبو کې لوبېدلی دی او په درې واړو ډلونو ( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبوکې یې ښې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي دي.

راتلونکی کال په امریکا کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د مېجر په نامه کرکټ سیالۍ پېلېږي او سر له اوسه یې د لوبډلو اخیستل دواطلبۍ ته وړاندې کړي دي.
کوري انډرسن هم په دې لیګ کې د لوبېدو لپاره درې کلن قرارداد لاسلیک کړ او له دې وروسته به نیوزیلېنډ لپاره نه لوبېږي.
۲۰۱۴ کال نړیوال جام پلی اف لوبو وړاندې یې په ۴۴ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او لا زیات د مینوالو خوښ شو.

کوري انډرسن

هغه په ۱۹۹۰ کال کې د نیوزیلېنډ د کرېس چرچ سیمې په کانټربوري سیمه کې زېږېدلی دی او اوسمهال ۲۹ کاله عمر لري.
په ۲۰۱۳ کې یې د نیوزیلېنډ لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې، ۱۳ ټېسټ لوبو کې یې ۶۸۳ منډې کړي او ۱۱۳ یې لوړې منډې دي.
۲۰۱۳ کې یې یو ورځنۍ لوبې هم پیل کړي دي، په ۴۹ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۱۰۹ منډې کړي دي، یوه یې سلیزه او ۴ یې پنځوسیزې وهلي دي.
۲۰۱۲ کې یې د شل اوریزو لوبو پیل کړی دی، ۳۱ شل اوریزو لوبو کې یې ۴۸۵ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۹۴ لوبې منډې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي