کرونا ته متفاوته کتنه

  • ژباړه: ملیحه ناصري

ټولو ته اخلاصمنې وقایوي سپارښتنې
کرونا څه شی دی؟
کرونا یو وایروس دی، تر اوسه کره معلومات نشته چې د انسان په لاس جوړ شوی وایروس دی او د بیولوژیکي وسلې په توګه کارول شوی، که له ژویو انسان ته لېږدول شوی.
څه رقم لېږدول کېږي؟
دا وایروس له ساییزو مجراوو، یانې تنفسي لارو (خوله/ پوزه) څخه د انسان سږو (شش) ته ننوځي او دغه ځای زیانمنوي.
کوم درمل وکارول شي؟
تر اوسه کوم ځانګړي درمل نه دي ورته جوړ شوي، هېڅ ډول انتي بیوتیک یې نشي ښه کولی، نو هیله کوو خپلې پیسې د درملو د نړیوالو سوداګرو جېب ته مه اچوئ!
پر دې وایروس د اخته کېدلو نښې 

  • سر دردي،
  • ټوخی،
  • ساه‌بندي (نفس‌تنګي)،
  • ستړیا یا ستوماني،
  • د عضلاتو درد،
  • تبه.

پر دې وایروس اخته کېدل له تبې پیلېږي، په ټوخي دوام مومي، یوه اونۍ وروسته تر اخته کېدا د ساه‌بندۍ نښانې څرګندېږي.
حللاره 
له دې وایروس سره د مقابلې یوازینۍ لاره، د وجود د مقاومت لوړول دي!
خو څنګه؟
۱- بوره او هر هغه شی چې جوړښت کې یې بوره وي، د صنعتي خوړو تر ټولو بد خواړه دي. بوره د حجراتو دېوالونه خرابوي او د وجود دفاعي سیسټم کمزوری کوي. د بورې تر څنګ نور صنعتي خواړه هم مقاومت کموي.
۲- ا‌ندېښنې، تشویش او سترس د وجود ګټورې (مفیده) باکټریاوې له منځه وړي او پای کې یې د وجود دفاعي سیسټم کمزوری کوي، نو د کرونا په هکله سترس هم هغې ته لاره برابروي.
۳- نه فعالیت یا نه تحرک، د ورځې په بهیر کې فعالیت لرل، سترس کموي او دفاعي ستسټم  قوي کوي. لږ تر لږه د ورځې ۴۵ دقیقې تحرک مو د ورځني پلان برخه کړئ.
۴- بېخوبي یا کم خوب: سم خوب د وجود دفاعي سیسټم ځواکمنوي. هڅه وکړئ په ۲۴ ساعتونو کې ۷ – ۹ ساعته خوب وکړئ.
همدارنګه دا سپارښتنې هم یاد ساتئ! 

  •  د ورځې په کافي اندازه مېوې او ترکاري وخورئ.
  •  طبیعي ویټامین C ویټامین D3 وکاروئ. په ځانګړو حالتونو کې کولی شئ ټابلېټونه یې واخلئ. [زیاتونه: ویټامین D3 د لمر وړانګو کې شته، ویټامین C د ستروس خاندان خوړو (مالټه، کېنو، لېمو، تازه مرچک، رومي بادنجان…)  کې شته، دا دواړه به له طبیعي منابعو اخلئ، که چېرې د اقتصادي ستونزو یا نورو له کبله مو نشو لاسته راوړلی، نو ټابلېټونه یې ارزانه برېښي.]
  • په ورځنیو خوړو کې مو دغه طبیعي انتي بیوټیکونه هم ځای کړئ: هوږه او زنجبیل یا سنډ. (دواړه تازه)

د دې ناروغۍ اروایي درملنه! 
قُل لَّن یُصِیبَنَا مَا کَتَبَ اللَّهُ لَنَا وَ هُوَ مَوْلَنَا وَ عَلَی اللَّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُومِنُونَ (۵۱ – ۹) 
ژباړه: ووایه! موږ ته پرته له هغه چې الله ج راته لیکلي بل څه نه رسېږي. هغه زموږ مولا او سرپرست دی. او مومنان دې پر الله ج توکل وکړي او بس. (۵۱ – ۹)
طاعون له کرونا سره پرتله کېدای شي، نو د حضرت محمد ص دا سپارښتنه جدي وګڼئ!
کله چې په یوه خاوره کې د طاعون له خپراوي خبر شوئ، هلته مه ورځئ او که همالته وئ مه ترې وځئ.” (بخاري / ۵۳۹۶)
دا کتاب د معلوماتو لپاره نه دی، بلکې عمل پرې وکړئ!
سرچینه: آغاز روشنایي ۶۳
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب